1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزم

داعش د کابل د برید پړه ومنله

۱۳۹۷ مرداد ۳۰, سه‌شنبه

د «اسلامي دولت» ډلې له خوا تر سره شوي د توغندیو یوه بربد په کابل کې د دواړو برید کوونکو تر وژل کیدو وروسته پای ته رسیدلی دی. پولیسو ویلي دي چې په پیښه کې شپږ تنه ټپیان شوي هم دي.

Afghanistan Raketenangriff auf Kabul
انځور: Reuters/M. Ismail

د کابل د ګارنیزیون قوماندان جنرال مراد علي مراد، ویلي دي چې د لوی اختر پر لومړی ورځ د کابل ښار پر دیپلوماتیکې برخې لږ تر لږه ۲۰ توغندي توغول شوي دي.

برید کوونکي د کابل په ختیځه برخه کې په یوه کور کې ځای پر ځای شوي ول چې تر اوږدې نښتې وروسته د افغان ځانګړو ځواکونو له خوا ووژل شول.

د کابل د پولیسو یوه ویاند حشمت الله ستانکزي، تر دې مخکې ویلي وو چې په دې کور کې د څلورو او شپږو تر منځ برید کوونکي ځای پر ځای شوي وو.

توغندي د لوی اختر په مناسبت د ولسمشر اشرف غني، د وینا پر مهال د کابل په بیلابیل سیمو کې ولیږدل. د غني د وینا پر مهال د دغو توغندیو غږونه اوریدل کیدل. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي، ویلي دي چې توغنديو د توغولو وسله د افغان امنیتي ځواکونو له خوا له منځه وړل شوې ده.

د اسلامي دولت ترهګرې ډلې د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې او ویلي یې دي چې هدف یې ولسمشریزه ماڼۍ وه. دغه برید په داسې حال کې ترسره کیږي چې لا تر اوسه پورې هم طالبانو د ولسمشر غني د اوربند وړاندې ته ځواب نه دی ویلی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب