1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش د کابل په لوېديځ کې د چاودنې مسئوليت منلی دی

۱۴۰۲ آبان ۱۶, سه‌شنبه

د داعش تندلارې ډلې د کابل په لوېديځ کې د سه شنبې ورځې د بريد پړه منلې ده. په دغه بريد کې ۷ تنه وژل شوي او يو شمير نور ټپيان شوي دي.

د آرشیف انځور - په کابل ښار کې د ۲۰۲۱م کال په نومبر کې تر ېوې چاودنې وروسته اخیستل شوی انځور
د آرشیف انځور - په کابل ښار کې د ۲۰۲۱م کال په نومبر کې تر ېوې چاودنې وروسته اخیستل شوی انځورانځور: AP/picture alliance

د کابل په لوېديځ کې د يوې چاودنې په نتیجه کې ۷ ملکیان وژل شوي دي. د طالبانو د کابل د پوليسو وياند خالد ځدراڼ ويلي دي چې د کابل په دشت برچي سيمه کې يو ميني بس د دې چاودنې هدف ګرځيدلی دی.

د داعش ډلې د ټولنیزو رسنیو څانګې د خپل ټيليګرام کانال له لارې د کابل د دغه بريد پړه منلې ده.

په کابل کې د طالبانو د پوليسو ویاند خالد ځدراڼ، د ايکس پاڼې له لارې ویلي دي: «د کابل په دشت برچي سيمه کې په يوه مسافر وړونکي ميني بس کې چاودنه رامنځته شوې چې له بده مرغه پکې ۷ کسان وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.»

په اکتوبر مياشت کې هم په همدې سيمه کې د سپورت په يوه کلب کې خونړۍ چاودنه شوې وه. د دې پېښې پړه هم داعش منلې وه.

د ۲۰۲۱م کال په اګست میاشت کې واک ته د طالبانو له رسېدو راهېسې په افغانستان کې دا ډول چاودنې او ځانمرګي بريدونه په څرګند ډول لږ شوي دي. خو بيا هم د داعش ډله په دغه هېواد کې فعاله ده او وخت پر وخت د دې ډول بريدونو مسئوليت پر غاړه اخلي.

ب. ص/ ن. ز (dpa)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل