«داعش په افغانستان د خپل حضور د پراختيا تلاښ کوي»
۱۳۹۴ خرداد ۲۸, پنجشنبه که څه هم تر اوسه داعش په رسمي توگه په خپله په افغانستان کي خپل حضور تائيد کړی نه دئ، خو په دغه هيواد کي د دغي ډلي د فعاليت په اړه ډېره ويره موجوده ده. او تر دې دمخه د افغانستان په ځينو ولايتونو کي د داعش تر بيرغ لاندي د فعاليتونو خبرونه ورکړل سوي دي.
د پنتاگون په راپور کي راغلي دي، داعش ډله چي په عراق او سوريې کي ئې ډيري سيمي تر خپل کنترول لاندي راوستلي دي، په افغانستان کي احتمالي فعاليتونو ته تياری نيسي.
د امريکا د دفاع وزارت له خوا د دغه هيواد کانگرس ته په وړاندي سوي رپوټ کي راغلي دي چي طالبان هم د داعش فعاليتونه څاري: «په راتلونکي کال کي کيدای سي د عراق او سوريې تروريستي ډله اسلامي دولت، په افغانستان کي خپل حضور پراخ کړي او په دې سره له پاتو وسله والو ډلو لکه طالبانو سره سيالي وکړ.»
د امريکا د دفاع وزارت په افغانستان کي د داعش د جلب و جذب لږو شواهدو ته په اشارې سره ويلي دي: «ټول د دغه گواښ د پراختيا د مخنيوي له پاره يو له بل سره همکاري کوي.»
طالبانو هم څو ورځي دمخه په يوه ليک کي د داعش مشر ابوبکر البغدادي ته په افغانستان کي له فعاليت څخه خبردای ورکړی وو. په دغه ليک کي ويل سوي ول چي «د امريکا او متحدانو پر ضد جهاد» بايد په افغانستان کي «تر يوه بيرغ» لاندي وي.