1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
تروريزمافغانستان

داعش په کابل کې پر هوټل د برید مسئولیت منلی دی

۱۴۰۱ آذر ۲۲, سه‌شنبه

«اسلامي دولت» یا داعش ترهګرې ډلې پر خپله تبلیغاتي انټرنټ پاڼه کې ادعا کړې ده چې تیره ورځ د دغې ډلې جنګیالیو په کابل ښار کې پر هوټل برید کړی او هدف یي چینایي اتباع ول.

Afghanistan | Angriff auf Hotel in Kabul
انځور: Popal/XinHua/dpa/picture alliance

داعش ویلي دي چې دوو تنو جنګیالیو یي «پر لوی هوټل چې چینایي دیپلوماتان او سوداګرو ورته تګ راتګ درلود برید کړی او په دوو بکسونو کې ځای پر ځای شوو چاودیدونکو توکو ته یي انفجار ورکړی دی.»

داعش د دغو برید کوونکو نومونه ابو عمر او عبدالجبار ښودلي او ویلي یي دي چې یو له دغو دواړو څخه د طالبانو پر پولیس لاسي بم غورځولی دی او دویم کس چاودیدونکو توکو ته انفجار ورکړی او د هوټل پر میلمنو یي ډزې کړي دي.

داعش په کابل کي د پاکستان پر سفارت د بريد مسئوليت منلی

چین ویلي دي چې دغې پيښې ورته ټکان ورکړی او زیاته کړې یې ده چې په دې پيښه کې ۵ تنه چینایي اتباع ټپیان شوي دي.

داعش د طالبانو له خوا د واک تر نیولو وروسته پر ملکي وګړو د هغو له جملې څخه په افغانستان کې پر بهرنیو اتباعو خپل بریدونه زیات کړي دي. څو ورځې مخکې په کابل کې د پاکستان پر سفارت د ډزو په پایله کې یو ساتونکی ټپي شوی و. د سپټمبر په میاشت کې په کابل کې د روسیې پر سفارت د برید په پایله کې شپږ تنه وژل شوي و. داعش د دغو دواړو بریدونو مسئولیت هم منلی و.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب