1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړي

داعش په کونړ کې ۱۲ماین پاکان تښتولي

۱۳۹۷ تیر ۲۸, پنجشنبه

د کونړ ولایتي چارواکي وايي چې داعش ډلي د دغه ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د ایریا په نوم ماین پاکۍ موسيسې ۱۲ کارکوونکي تښتولي دي.

Bildergalerie IS in Afghanistan
انځور: picture-alliance/dpa/G. Habibi

د کونړ د والي ویاند عبدالغني مصمم دویچه ویله ته وویل چې دغه کسان له حکومت سره له همغږۍ پرته یادې ولسوالۍ ته تللي ول چې د ماڼوګي ولسوالۍ په بارکنډۍ سیمه کې د چهارشنبې په ورځ برمته شوي دي.

هغه وويل چې اوس په سیمه کې د قومي مخورو په هڅو د دغو کسانو د خلاصون هڅې رواني دي.

د کونړ د امنیې قومندانۍ ویاند فرید دهقان هم د دې خبر پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې د ایریا په نوم ماین پاکۍ موسيسې کارکوونکو له امنیتي ادارو سره بې همغږۍ یادې سیمې ته سفر کړی.

هاخوا د ماڼوګي ولسوالۍ قومي مشر او د کونړ په ولایتي شورا کې د خلکو پخواني استازي نورالدین ساپي دویچه ویله ته وويل چې د ایریا د ماین پاکۍ موسېسې ۱۲ کارکوونکي تېره ورځ شاوخوا اته بجې له بارکنډۍ سیمې تښتول شوي؛ خو د قومي مخورو په هڅو په هماغه ورځ ۸ کسان آزاد شوي او څلور یې لا هم له وسله والو سره برمته دي.

هغه زياته کړه چې د پاتو څلورو کسانو په خلاصون پسې هم د قومي مخورو جرګه ورغلې او تمه ده چې دوی به هم آزاد شي؛ خو ولایتي چارواکي بیا دا نه مني چې ګوندې له برمته شویو دې ځیني کسان آزاد شوي وي.

چارواکو ویلي دي چې له تېرو شاوخوا درو میاشتو راهیسې داعش وسله والو په ماڼوګي او چپې درې ولسوالیو کې تلیفوني دستګاوې بندې کړي، نو ځکه خو له سیمې  ژر او په اسانۍ مالومات نه شي راټولېدای.

که څه هم چارواکي د ایریا د ماین پاکۍ موسېسې د کارکوونکیو یرغمل نیونه د داعش ډلې کار بولي، خو تر اوسه نه داعش او نه هم بلې کومې وسله والي ډلي د دې کسانو د برمته کېدو مسئولیت منلی دی.

د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ په ځینو غرنیو سیمو کې وسله والو طالبان فعاله ول، خو د ځايي خلکو په خبره اوس پکښې داعش ډلې خپل فعالیتونه چټک کړي دي.

زموږ له ارشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب