د ابوبکر البغدادي د يو ملګري په وينا، هغه ډير علاقمنمد وو چې د رهبرۍ مسئوليت پر غاړه ولري. البغدادي به ماشومانو ته د قران زده کړې ورکولي. په سامره ښار کې د هغوی کور له ډيرې مودې راهیسې د هغو مهاجرو هستوګنځای ګرځيدلی. ګاونډيان وايي چې د بغدادي کورنۍ يا تښتيدلي او يا به په زندان کې وي.
انځور: NDR
د لوړو زدکړو په لټه کې
تر ديپلوم ترلاسه کولو وروسته ابوبکر البغدادي له خپل اصلي ټاټوبي څخه بغداد ته ولاړ تر څو هلته د حقوق په څانګه کې لوړې زده کړې وکړي. هغه تربيتي علوم او بهرنۍ ژبې هم د دوهمې او درېمې رشتې په توګه انتخاب کړې وې خو دا چې ديپلوم يې ټيټ وو، بريالی نه شو د پوهنتون دغو څانګو ته لار پيدا کړي.
د «اسلامي دولت» يا داعش تروريستې ډلې په ۲۰۱۳م کال کې سوريه کې جګړه پیل کړه. دغې ډلی لومړی خپل نوم د «عراق او سوريې اسلامي دولت» يا داعش کيښود چې وروسته يې بيا «اسلامي دولت» ته واړاوه. دغه ډله د ملګرو ملتونو سازمان او نورو بشري سازمانونو له خوا پر نسل وژنۍ او بشري جناياتو تورنه ده.
انځور: NDR
انځورونه1 | 14
سیاسي شناند حکمت الله حکمت بيا وايي چې که طالبان د نړیوالو ملاتړ له ځانه سره ونه لري، نو دوی به له داعش سره په مبارزه کې بریالي نه شي: «وروستي تهدیدونه چې پر اسلامي امارت باندې په امنیتي لحاظ راډېر شوي، د همدغو فشارونو تسلسل دی. دا فشار هله زیاتېدای شي، چې طالبان د سیمې او نړیوالو لوبغاړو ملاتړ له ځانه سره ونه لري. کوم څه چې دوی نه دي تر لاسه کړي.»
د جمهوري حکومت پخوانی چارواکی او په بهر کې د جمهوري غوښتونکي په نوم د تازه جوړ شوي حرکت ویاند شاه محمود میاخېل دویچه ویله ته وویل چې په افغانستان کې د داعش په ګډون، د شرقي ترکستان، لشکر طیبه، حزب تحریر، القاعدې او نورې شاوخوا ۲۱ ډلې دي، چې دا ټولې د افغانستان او سیمې هيوادونو له پاره ګواښ دی.
نوموړی وايي: «د طالبانو له پاره دا مشکله ده چې له هغو ډلو سره چې کلونه یې ورسره یو ځای کار کړی، ځان ترې جدا کړي او په مقابل کې یې جدي اقدام وکړي. د داعش نوم ځکه یادېږي، چې دوی خپل ټول سیاسي او نور مخالفین د داعش په نوم ځپي او عملیات پرې کوي.»
دی وايي، له کورني او بهرني مشروعیت پرته طالبان نه شي کولی داعش او نورې وسله والې ډلې کنټرول کړي او دا چاره خورا سخته ده.
له بل پلوه، د افغانستان له شمالي، ختیځو، او ځینو مرکزي سیمو نه هم راپورونه دي چې داعش ډلې غړي لا هم د تحرکاتو په حال کې دي او وخت ناوخت د طالبانو ځايي ادارو مزاحمتونه کوي.