1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

داعش ډلې کندهار کې د پنجشنبې ورځې برید مسئولیت منلی

۱۴۰۳ فروردین ۳, جمعه

د اسلامي دولت یا داعش په نوم وسله والې ډلې کندهار کې د نوي کابل‌بانک ځايي څانګې مخې ته د پنجشنبې د ورځې د برید مسئولیت منلی دی. دغې برید کې ګڼ شمېر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

افغانستان: کندهار کې د طالبانو عسکر
افغانستان: کندهار کې د طالبانو عسکرانځور: Abdul Khaliq/AP/picture alliance

اسوشیټیډ پریس خبري اژانس کندهار کې د طالبانو ادارې د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس انعام الله سمنګاني له قوله لیکلي، چې د برید قربانیان هغه کسان وو، چې نوي کابل‌بانک ته د خپلو تنخواو اخستلو پسې ورغلي وو. 
دغې اژانس لیکلي، چې داعش په افغانستان  کې د طالبانو مخالفه ډله ده، چې دغې هېواد کې یې په جوماتونو، ښوونځيو، روغتونونو او شیعه‌ مېشتو سیمو بریدونه کړي دي.
کندهار کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند ملا اسدالله جمشید که څه هم دغې برید کې د وژل شویو کسانو شمېر درې او د ژوبلو دولس ښودلی؛ خو د فرانسې خبري اژانس د ځینو روغتیايي چارواکیو له قوله لیکلي، چې دغې برید کې شل کسان وژل شوي دي.
داعش ډلې په خپلې ویبپاڼې اعماق کې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یوه ځانمرګي بریدګر یې د پنجشنبې پر ورځ ځان پورې تړلی چاودېدونکی واسکټ د هغو طالبانو په منځ کې وچاوه، چې نوي کابل‌بانک ته په خپلو معاشونو اخستلو پسې ورغلي وو.

کندهار د افغانستان  د اوسنیو واکمنو د یوه سیاسي او معنوي مرکز حیثیت لري، ځکه د دغې ډلې مشر مولوي هیبت الله اخونزاده پکې مېشت دی او له هغه ځایه د مهمو بېلابېلو مسایلو په اړه فرمانونه صادروي.
طالبان  د ۲۰۲۱ کال اګست میاشت کې د ناټو او امریکايي ځواکونو له وتلو سره له شلو کلونو وروسته بیا واک ته ورسېدل. دغې ډلې د اعتدال او نرمښت د ژمنو سربېره هم یو وار بیا د خپلې لومړۍ واکمنۍ په څېر له شریعته د سخت تفسیر پلي کول پيل کړي دي.

د طالبانو یو کلن حکومت ته په کتو آیا دغه ډله د حکومتولۍ ظرفیت لري؟

24:42

This browser does not support the video element.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل