دافغانستان نیکمرغي له پاکستان سره تړلۍ ده
۱۳۸۸ اردیبهشت ۲۴, پنجشنبهد افغان ولسمشر پخپله وینا کي پاکستاني چارواکو ته مخ اړوي او وايي، چي راځي د ترهګرۍ پر ضد په مبارزه کي سره ګډ کار وکړو. ځکه روان حالات او وضع نوره نه د افغانستان او نه هم د پاکستاني وګړو له پاره دزغملو وړ ده. زه فکر کوم چي او س به ددې وخت را رسيدلی وي ، چي موږ خپل ټول قوتونه سره يو موټي کړوتر څو وشو کړای پخپله سیمه کي انارشي، ګډوډي او د ترهګرۍ ټغر د تل له پاره راټول کړو.
کرزي زياته کړه زموږ په سیمه کي د ترهګرۍ دلمن په پراخیدلو سره موږ ته تر اوسه ډير تاوانونه را رسيدلي دي او په سیمه کي دسولي او ثبات دنشتوالي له امله زموږ اقتصاد او سودا ګرۍ ته هم ډير تاوانونه رسيدلي دي.
«زه په یقين سره ویلاي شم چي په افغانستان کي سوله ثبات او سو کالي په پاکستان کي دسولي، ثبات سو کاليو سره تړلې مساله ده. نو له همدې کبله موږ ته ښايي چي د يوبل سره د زړه له کومي ګډکاروکړو.»
په اسلام آباد کي دا دسيمه ايز اقتصادي ګډ کار دريم کنفرانس دی، چي نن پای ته رسيږي. لومړی کنفرانس په کابل کي جوړ شوی و دوهم کنفرانس د 2006 ميلا دي کال دنومبر په میاشت کي په نوي ډهلي کي و.
په دغه کنفرانس کي دافغانستان دګا ونډيو او دسیمي دهیوادونو پر استازو سربيره، د اتو سترو صنعتي هیوادونو او نړيوالو سازمانونو استازي هم ګډون لري.
Schmitz /ضياالحق فضلي
کتونکی. زيارمل