1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستروسیه

دالمان صدراعظم شولڅ د اوکراین جګړه "ډیره اوږده" بولي

۱۴۰۲ آبان ۲۰, شنبه

د المان د صدراعظم په وینا، د اوکراین په وړاندې د روسیې د سختي جګړې د پای ته رسیدو نښې او نښانې نه لیدل کیږي. په اروپايي ټولنه کې د اوکراین د پناه غوښتونکو شمېر په پرله پسې شپږو میاشتو کې زیات شوی دی.

د المان صدراعظم د اوکراین جګړه ډیره اوږده بولي
د المان صدراعظم د اوکراین جګړه ډیره اوږده بوليانځور: Liesa Johannssen/REUTERS

د المان صدراعظم اولاف شولڅ د اوکراین پر ضد د روسیې د سختي جګړې د پای ته رسیدو په اړه ډیر هیله مند ندی او ویلي یې دي چې د دې جګړې د پای ته رسیدو او د روسیې د ځواکونو د وتلو هیڅ نښه نه ویني.

شولڅ د نومبر په لسمه په برلین کې د بوندیسویر یا د المان د پوځ په یوه کنفرانس کې وویل چې جګړه کیدای شي اوږده وي، او یادونه یې وکړه  چې ښایې جګړه د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین له تصور څخه هم اوږده وې.

د شولڅ په وینا، له همدې امله دا مهمه ده چې "موږ وشو کولی خپل دفاعي وړتیا ته وده ورکړو« او د ممکنه د بریدونو په وړاندې خپلې زیربناوې خوندي کړل شي.

په اروپايي ټولنه کې د "اوکرایین د کډوالو" شمیر کې زیاتوالی راغلی

د اروپا د احصایې د کمیسیون (یوروستات) د وروستي اټکلونو له مخې، نږدې ۴،۲ میلیونه اوکراینیان د ۲۰۲۳ کال د سپټمبر تر پایه په اروپايي اتحادیه کې د "موقتي محافظت" لرونکي  شوي دي، چې د تیرې میاشتې په پرتله دا نږدې ۳۰ زره زیاتوالی ښه یې.

یوروستات همداراز اعلان وکړ چې آلمان د پناه غوښتونکو ترټولو لوی شمیر کوربه توب کړی چې ټولټال ۱ میلیون ۱۴۴ زره او ۹۰۰ دي، دا د ۲۰۲۳ د اګست په پرتله نږدې ۱۹ زره او ۲۰۰ ډیروالی ښیې.

چک جمهوریت د خپل داخلي نفوس په پرتله د پناه غوښتونکو ترټولو لوی شمیر کوربه توب کوي، د هرو ۱۰۰۰ چکي اتباعو ۳۳،۱ سلنه اوکرایني کډوال دي.

د اوکراین سمندري ډورن د روسیې پر دوو جنګي کښتیو برید وکړ

د اوکراین پوځ وايي، د کریمیا په ټاپو کې د روسیې پر دوو پوځي کښتیو باندي یې په توره بحیره کې  برید کړی او زیانمن کړې یې دي.

ويل کيږي چې په دغو پوځي کښتيو کې په زغره والو وسايطو او سمندري ډرونونه بار ول.

سربیره پردې، ویل کیږي چې د روسي سرتیرو د استوګنځي ښارګوتي  ته څیرمه د اوکراین له خوا پر توغندیو ویشتل شوی دی.

د روسیې د توغندی د برید وروسته له اوکراینه د غلو د لیږد لګښت ډیر شوی

له اوکراین څخه د غلو د دانو د لېږد لګښت وروسته له هغه زیات شو چې د روسیې توغندی یوه بار وړونکې بېړۍ وویشتله.

 د اوکراین په پلازمینه کیف کې د "سپیک بروکرز" سوداګریز شرکت په خپل ټیلګرام چینل کې دا اعلان کړی دی.

په دغه خپور شوي خبر کې راغلې چې: "وروسته له هغه چې د روسیې توغندی په یوه بار وړونکې کښتۍ ولګید، د سمندري بار وړلو نرخونه د هر ټن توکو په نرخ کې ۲۰ ډالره لوړ شوي او د هغو کښتیو مالکینو شمیر هم کم شوی چې د اوکراین بندرونو ته د سفر کولو لیوالتیا لري."

اوکراین ولې له لویدیځه اف ۱۶ الوتکې غواړي؟

02:33

This browser does not support the video element.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل