«د افغانستان د جګړې د ګټلو په حال کې یو»
۱۳۹۲ اردیبهشت ۵, پنجشنبهجنرال جوزف دانفورد ویلي دي: «په داسې حال کې چې اوس هم ډیرې ننګونې موجودې دي، ځیني واقعیتونه هم شته چې په افغانستان کې د امنیتي وضعی پر ښه کیدو دلالت کوي.»
په افغانستان کې د ناټو د ځواکونو قوماندان جنرال دونفورد، زیاته کړې ده چې اوس په دې هیواد کې د ۴۰ سلنه نجونو په ګډون څه نا څه اته میلیونه زده کوونکي ښوونځیو ته ځي. دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو د واکمني پر مهال په افغانستان کې یوازې یو میلیون زده کوونکي موجود ول چې د هغوی له ډلې څخه ډیر شمیر یې هلکان ول.
دانفورد ټینګار کړی دی چې په ۲۰۰۲ کال کې یوازې نهه سلنه افغانانو لومړنیو روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی لاره چې د هغه په خبره اوس دغه سلنه ۸۵ ته رسیدلې ده.
دانفورد ویلي دي: «د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې یوازې ۱۰۰۰۰ سیم لرونکي تلیفونونه موجود ول، خو اوس د دې هیواد ۱۷ میلیونه اوسیدونکي ګرځنده تلیفونونه لري.»
دانفورد د افغانستان په پارلمان کې د ۲۵ سلنه ښځینه استازو شتون ته هم اشاره کړې ده او ویلي یې دي چې په امنیتي ځواکونو کې هم د ښځينه غړو شمیر ورځ تر بلې د زیاتیدو په حال کې دی.
د طالبانو رژیم په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو له خوا ړنګ شو. تر دې نیټې وروسته دغه ډله له افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو سره په چریکي جګړه بوخته ده او وخت نا وخت د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې بریدونه تر سره کوي.
له بلې خوا د Afghanistan NGO Safety Office دفتر وايي چې د روان کال په لومړیو دریو میاشتو کې د تیر کال همدې مودي په پرتله د طالبانو او نورو وسلوالو ډلو بریدونه ۴۷ سلنه ډیر شوي دي. ملګرو ملتونو بیا دغه سلنه ۳۰ ته راټیټه کړې ده. ملګرو ملتونو ویلي دي چې د روان کال له جنوري میاشتې څخه تر مارچ پورې ۴۷۵ تنه ملکي کسانو د طالبانو او نورو وسلوالو ډلو په بریدونو کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
ښاغلي دانفورد روښانه کړه چې د طالبانو ۸۰ سلنه بریدونه په هغو سیمو کې کیږي چې د افغانستان ۲۰ سلنه نفوس په کې ژوند کوي. هغه وویل چې د طالبانو د بریدونو له ډلې څخه ۴۰ سلنه یې یوازې په ۱۰ و لسوالیو کې کیږي چې ډیرې یې د هلمند او قندهار په ولایتونو کې پرتې دي.
دانفورد هغو څیړنو ته هم اشاره وکړه چې ښيي افغانان به یو ځل بیا د طالبانو د رژیم پالیسۍ و نه ځغمي. د دانفورد په حواله افغان امنیتي ځواکونه چې اوس یې شمیر ۳۵۰۰۰۰ ته رسیږي اوس په تدریجي ډول په خپل ځان باندې د لا ډیر اعتماد د ترلاسه کولو په حال کې دي.
پلان شوې ده چې د ناټو ځواکونه د ۲۰۱۴ کال تر پایه پورې په افغانستان کې خپل ماموریت پای ته ورسوي او د دې هیواد ټول امنیتي مسوولیتونه پخپله افغانانو ته وسپاري. یو شمیر کارپوهان وایي چې لا تر اوسه پورې افغان ځواکونه په بشپړه توګه د خپل هیواد د امنیتي مسوولیتونو پر غاړه اخیستلو ته چمتو نه دي خو پخپله افغان حکومت او ایساف بیا دغه خبره ردوي.