دايرو وريځو په ډيرواروپايي هيوادو کي هوايي تګ راتګ په ټپه درولی دی
۱۳۸۹ فروردین ۲۷, جمعههسي چي دآلمان دهوايي ترانسپورت دامنيتي څانګي په يوه رپوټ کي ويل شوي دي ، ددغه هيواد د 16 نړيوالو هوايي ډګرونو له جملې څخه په 13 کي دالوتکو تګ راتګ بند شوی دی .
نن سهار په محلي وخت د8 بجو راهيسي دفرانکفورت په هوايي ميدان کي دالوتکو تګ راتګ بند شوی او لکه څنګه چي ددغه ميدان دالوتنو دتنظيمولو دچارو يو مسؤل وايي ،
« داچي کله به دالوتکو تګ او راتګ په دغه هوايي ډګر کي بيا پيل کيږي ،دا لا تراوسه نده څرګنده . کيدای سي سبا دا کار وشي ، او ياکيدای شي دڅو ورځو دپاره وځنډيږي . »
په عادي ډول هره ورځ دفرانکفورت په نړيوال هوايي ډګر کي 1400 الوتکي ښکته او پورته کيږي .
په جرمني کي دمونشن دښار هوايي ډګر لا تراوسه فعاله دی خو داچي تر څه وخته پوري، نو سړی څه نسي ويلای . خو دآلمان دهامبورګ، بريمن ، هانور ، مونستر/ اوسنابروک ،دوسلدورف ، کُلن /بن ، زار بروکن ، برلين -ټيګل ، برلين- شونيفيلد ، لايپڅيګ ، ايرفورت يا درزدن او نور هوايي ډګر ونه ټول بند دي . يوازي دآلمان دجنوبي ښارو لکه ، مونشن ، شتوت ګارت او نورنبورګ هوايي ډګرونه لا تراوسه خلاص دي . دمونشن له ښاره څخه يواځي دجنوب په لور الوتني کيږي ، دشمالي المان ، دسکانداناوي هيوادونو، لويي برطانيې اود بنلوکس دهيوادونو په لور ټولي الوتني بندي شوي دي .
په اوروپاکي دمسافرينو دهوايي ترانسپورت په چاروکي دروانو ګډوډيو لمن ورځ په ورځ پراخيږي . نن په ټوله اوروپا کي لږتر لږه په سلو کي 60 الوتنۍ ندي شوي . په عادي ډول سره هرورځ په اروپا کي ، لږ تر لږه 28000 الوتکي الوزي اويا کښيني . خو نن په ټوله اوروپا کي يواځي 11000 الوتکي پورته اويا راښکته شوي دي .
آژانسونه/ فضلي
کتونکي : محمد قاسم نوري