دايکندي: په ترافيکي پيښه کې ۱۴ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې
۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۰, شنبه![Nili Stadt in Afghanistan](https://static.dw.com/image/17565976_800.webp)
د دايکندي ولايتي چارواکو د شنبې په ورځ (د می ۹مه) په دغه ولایت کې د يوې ترافيکي پيښې څخه خبر ورکړ.
د دايکندي د والي وياندې سکينه احمدي وايي چې پيښه له سړک څخه د يوه موټر د اوښتو له امله رامنځ ته شوې ده. د هغې په خبره په دغې پيښه کې د يوه ماشوم په ګډون څلور تنه مړه شوي او لس نور ټپیان دي. اوښتی موټر «فلاينګ کوچ» ډوله وو چې ۱۷ کسان په کې سپاره ول.
د ميرمن احمدي په خبره، پيښه د شنبې ورځې په سهار د شهرستان ولسوالۍ په راموک سيمه کې رامنځ ته شوې ده.
هغې زياته کړه: «په دغه موټر کې ناست کسان د مرستو د ترلاسه کولو له پاره د ولايت مرکز ته پر لاره ول، چې له دغې پيښه سره مخ شول.» احمدي دغه راز وويل چې پيښه د موټرچلونکي د بې احتياطي له امله رامنځ ته شوې ده.
د والي ويانده وايي د پيښې ټپيان د دایکندي مرکز نيلي ښار کې ولايتي روغتون ته رسول شوي خو زياته يې کړه چې د هغو روغتيايي وضعيت نازک دی.
دايکندي د افغانستان له غرنيزو ولايتونو څخه یو دی چې د سختو لارو په درلودلو له امله ډيری وخت د ترافيکي پيښو شاهد وي.