د ننګرهار په دره نور کې زلزلې ۱۵ کسان ټپیان کړي
۱۴۰۴ مهر ۱, سهشنبه
د افغانستان په ختیځ ولایت ننګرهار کې روغتیایي چارواکي وایي چې نن، سې شنبې )۲۰۲۵م کال د سپتمبر ۲۳( يوې زلزلې د دغه ولایت په دره نور ولسوالۍ کې ۱۵ کسان ټپیان کړي دي.
د طالبانو تر ادارې لاندې باختر خبري آژانس د ننګرهار د عامې روغتیا وزارت په حواله لیکلي چې د پیښې له ځایه ۱۵ کسان د امبولانسونو په مرسته د ننګرهار حوزوي روغتون ته لیږدول شوي دي.
د ننګرهار عامې روغتیا ریاست د دره نور ولسوالۍ د روغتیا مسؤل ډاکټر رفیع الله حماد، ویلي: «زلزله ماسپښین مهال رامنځته شوه او او د پيښې د زیان او شیمرو په اړه لا کره معلومات نشته.»د پاکستاني رسنيو په حواله د خيبر پښتونخوا په یو شمیر سيمو کې هم زلزله احساس شوې ده. زياته شوې چې د ريشتر پر مقياس د زلزلې شدت ۵ درجې ثبت شوی دی.
د پاکستان د «ډان نيوز» په حواله پر پېښور سربیره دغه زلزله په لنډي کوتل، ملاکنډ او په خيبر سيمه کې هم احساس شوې ده خو ويل شوي دي چې د زلزلې له کبله نه ځاني او نه هم مالي زيان اوښتی دی.ويل شي چې د زلزلې مرکز د افغانستان په جنوبي سيمه کې د ځمکې تر سطحې ۲۰ کيلومتره ژور وو.په دې وروستیو کې د افغانستان ختیځ ولایتونه په تیره کونړ د خونړیو زلزلو شاهد و.
د دغو زلزلو په اړه د ملګرو ملتونو یوه تازه سروی ښیې چې په ۴۹ کلیو کې ۵۲۳۰ کورونه په بشپړ ډول ویجاړ او ۶۷۲ نور زیانمن شوي دي. په دغه رپوټ کې ویل شوي زلزلې لږ تر لږه د ۲۲۰۰ کسانو ژوند اخیستې دی.
د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې دغې زلزلې ۵۰۰ زره کسان اغیزمن کړي چې تر نیمایي ډیر یې ماشومان دي او یو شمیر نور یې هغه کسان دي چې د ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان څخه په اجباري ډول بیرته خپل هیواد ته ستانه کړل شوي دي.