دري میلونه افغانان خوراکي توکيو ته اړتیا لري
۱۳۹۰ تیر ۲۲, چهارشنبهد افغانستان لپاره د خوراکي توکيو د نړیوال پروګرام مرستیال، براډلی ګرانټ، ویلي چي د افغانستان په شمالي او شمال لویديځو برخي کي فصلونه د وچکالۍ له امله سوځیدلي.
ده زیاته کړي چي د افغانستان دغه برخي د غنمو د تولید اساسي سیمي دي، چي د فصلونو د سوخت سره یي په هیواد کي د خوراکي توکو د کمښت ستونزه رامنځ ته کړي. ګرانټ د فصلونو د سوځیدو اصلی لامل د بارانونو کم او ناوخته اورښت په ګوته کړی.
افغان سیمه ایز چارواکي اټکل کوي چي سږ کال به د افغانستان په شمالي او شمال لویدیځو سیمو کي د خوراکي توکو په تولید کي کمښت رامنځ ته شی. دوې وایي چي د دغو سیمو د خوراکي توکو په تولید کي به سږ کال په عمومی توګه ۲۸ سلنه کمښت راشي.
د خوراکي توکو کمښت به افغانستان کی د نړیوالو کلنیو مرستو سربیره هم رامنځ ته شي. د خوراکي توکو نړیوال سازمان دی خبري ته اشاره کړي چي په روان کال کي يي بودجه لا د مخه د ۲۰۲ میلونو ډالرو کمښت سره مخامخ ده. دا په داسی حال کي ده چی د دغه سازمان د چارواکو په حواله سږ کال به د وچکالی له امله د ضرورتونو د پوره کولو لپاره اضافی منابع ته اړتیا وي.
اژانسونه/ سید ریاض
کتونکي: مسعود جهش