1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

درې افغانې زده کړیالانې دوبۍ ته ورسېدې

شکیلا ابراهیم خیل
۱۴۰۲ شهریور ۳, جمعه

یوه عرب سوداګر چې دوبۍ کې یې لسګونو افغان نجونو ته د زده کړو زمینه برابره کړې وه، منلې چې د طالبانو د بندیز سربېره هم درې نجونې دوبۍ ته رسېدلي دي. هغه هیله څرګنده کړې ده، چې نورې محصلینې هم له دوی سره یو ځای شي.

خلیفه احمد الحبتور
خلیفه احمد الحبتورانځور: Giuseppe Cacace/AFP

د عربي متحده اماراتو یو سوداګر او د الحبتور ټولنې مشر خلف احمد الحبتور خبر ورکړی، د هغو سلو محصلو نجونو له ډلې درې یې دوبۍ ته رسېدلي، چې ده ورته د دوبۍ په یوه پوهنتون کې د زده کړو زمینه برابره کړې ده.
هغه د پنجشنبې په ورځ پر خپلې ایکس خواله رسنۍ یوې خپرې کړې ویډیو کې ویلي:« له درېو افغانمحصلینو نجونو سره مې ولیدل، چې دوبۍ ته په خیر رسېدلي دي. هغوی د هغو کسانو له ډلې دي، چې ما او همکارانو مې ورته د دوبۍ په یوه پوهنتون کې د زده کړو موکه برابره کړې او سکالر شیپونه یې تر لاسه کړي دي.»


هغه ټینګار کړی، چې له دغو زده کړیالانو نجونو یې د نړۍ په یوه امن هېواد کې هرکلی کړی او د هغو د زده کړو، اوسېدو، روغتیايي بیمې، د تګ راتګ او نورو چوپړتیاو لګښت یې پر غاړه اخستی دی.
هغه هیله څرګنده کړې، چې نورې هغه نجونې هم ډېر ژر له دوی سره یو ځای شي، چې طالبانو یې دوبۍ ته د سفر مخه نیولې ده.
د طالبانو له لوري د دغو نجونو د سفر له مخنیوي وروسته، خلف احمد الحبتور یوه ویډیويي پیغام کې د طالبانو دغه کړنه ناهیلې کوونکې بللې وه او ویلي یې وو: «دا یوه لویه او ژوره تراژیدي ده او دا پر انساني بنسټونو، زده کړو، برابرښت او عدالت لویه ضربه ده.»
که څه هم د هغو نجونو شمېر څرګند نه دی، چې د چهارشنبې په ورځ یې له کابله دوبۍ ته د الوتنې نیت لاره؛ خو الحبتور ویلي، چې سلو افغان نجونو ته یې په دوبۍ کې د زده کړو موکه برابره کړې ده.
دوه ورځې وړاندې طالبانو هغو لسګونو افغان نجونو ته له کابل هوايي ډګره د الوتنې اجازه ور نه کړه، چې د دوبۍ د یوه پوهنتون سکالرشیپونه یې تر لاسه کړي دي.

طالبانو په خپلې تېرې دوه کلنې واکمنۍ کې پر افغان نجونو او مېرمنو بېلابېل بندیزونه لګولي دي.
مېرمنې او نجونو له شپږم ټولګي پورته د زده کړو حق نه لري. هغوی له زده کړو او کار منع شوي او سیل‌ځایونو ته د تګ پر بندیز سربېره د خپلې خوښې لباس او له محرم پرته سفر نه شي کولی.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل