دې مسلې د اتریش د ولسمشريزو انتخاباتو په جریان کې هم د مهاجرو په برخه کي د دې هیواد د سیاست په هکله ډیري نانندرۍ راپارولي دي. د تیر کال په اپریل میاشت کې د اتریش د پلازمېنه ویانا په یوه عمومي تشناب کې پر یوې ۲۱ کلني نجلۍ باندي جنسي تیری، په دغه هیواد کې اروپا ته د مهاجرو تر بحران وروسته لومړۍ جدي جنايي جرمي پیښه ګڼل کیږي.
اتریش هم په ۲۰۱۵م کال کې د مهاجرت د کړکیچ له امله اغیزمن شوی او دې پیښې په دغه هیواد کې ډېر ټولنیز غبرګونونه درلودل. اتریشي رسنیو په ځانګړي توګه د مهاجرت د سیاست ضد رسنیو دغه خبر د اوږدې مودې له پاره په دوامداره توګه خپور کړ.
دغه خبر او دې ته ورته نور خبرونه تل په دې هیواد کې د اسلام ضد، آزادي ګوند یا «اف. پي. او» له خوا چې مهاجرین خپل هیواد او ټولنې ته د خطر په توګه ګڼي، د فشار د آلې په توګه کارول کیږي.
د وژل سوي آلمانۍ له کورنۍ سره د افغان مهاجرو غمشريکي
د جرمني په فرايبورگ ښار کي د يوې وژل سوي آلمانۍ نجلۍ له کورنۍ سره افغان مهاجرو خپله خواخوږي څرگنده کړه. د دغي آلمانۍ د وژلو په تور يو ۱۷ کلن افغان مهاجر نيول سوی دئ.
انځور: DW/M. Saifullahد جرمني په فرايبورگ ښار کي په لسونو افغانان د هغي آلمانۍ نجلۍ له کورنۍ سره د غمشريکۍ په موخه راټول سوي ول، چي د روان کال په اکتوبر مياشت کي وژل سوې ده. د دغي نجلۍ د قتل په تور يو افغان مهاجر نيول سوی دئ.
انځور: DW/M. Saifullahد دغي آلمانۍ نجلۍ مړی تر ورکېدو درې ورځي وروسته په يوه ځنگل کي موندل سوی وو. د پنجشنبې په ورځ د فرايبورگ ښار په مرکز کي افغانانو د ماريا له کورنۍ سره د غمشريکۍ او خواخوږۍ په ښوولو سره شمعې بلې کړې.
انځور: DW/M. Saifullahد افغانانو له خوا جوړو سوو دغو مراسمو کي کډون کوونکي د ماريا په مرگ سخت خوابدي ول.
انځور: DW/M. Saifullahپر افغانانو سربيره آلمانان هم د غمشريکۍ دغو مراسمو ته راغلي ول.
انځور: DW/M. Saifullahپه فرايبورگ کي د ماريا له کورنۍ سره غمشريکي.
انځور: DW/M. Saifullahځينو افغانانو د ماريا په ياد د گلانو گېډۍ له ځان سره راوړي وې. په انځور کي د گلانو په پلرونځی کي يو افغان مهاجر.
انځور: DW/M. Saifullahد يوې وژل سوي آلمانۍ نجلۍ له کورنۍ سره د غمشريکۍ مراسم.
انځور: DW/M. Saifullahدوی د ماريا نوم له بلو شمعو جوړ کړی وو او گلان ئې ورته ايښوول.
انځور: DW/M. Saifullahدغه مراسم د پنجشنبې په ورځ د افغانانو له خوا د جرمني په فرایبورگ ښار کي جوړ سوي ول.
انځور: DW/M. Saifullah تیرکال د آزادي ګوند نوماند په ولسمشریزو ټاکنو کې خورا ډیري رایې ترلاسه کړې، او د بریالیتوب په صورت کې به هغه په یوه اروپايي هیواد کې تر دوهمې نړیوالې جګړې وروسته د يوه ښی اړخه او افراطي ګوند له خوا لومړنی ولسمشر وای.
په هر حال تراوسه پورې د جنايي جرمونو شمیرې نه دي خپرې شوي، خو پولیسو ویلي دي چې د مهاجرت کړکیچ له پیل څخه کوچني جنايي جرمونه ډېر شوي خو د وژنې او د جنسي تیري په پیښو کې د پام وړ کوم زیاتوالی نه دی راغلی.
د ویانا ښاري محکمې دوه تنه ۱۸ کلن افغانان په شپږ کاله او یو بل ۱۶کلن افغان بیا په پنځه کاله بند محکوم کړي دي. د محکمې ویاندې وویل چې د یادو درو کسانو د بند موده له دې امله له اوو کلونو څخه نیمايي ته راټیټه شوه چې د جرم د ترسره کولو په وخت کې دوی ۱۸ کلن نه ول. تر اوسه پورې لا معلومه نه ده چې د دې حکم د بیا کتنې له پاره غوښتنه شوې او که نه.
په اتریش کې تراوسه داسي پېښه لکه د ۲۰۱۶م کال په شپه چې د آلمان په کولن ښار کې رامنځ ته شوه. په دغه پېښه کي ډېري نجوني او ښځي جنسي ځورول شوي وې.
نور مطالب:
پخوانی زندان اوسنی مهاجر کمپ
شازیه لطفي ۱۹ کلنه ده او په زندان کې ده. هغې کوم جرم نه دی کړی، بلکې مهاجره شوې ده. د هغې سر پنا په هالند کې یو پخوانی زندان دی، چې نور د زندان په توگه کارول کیږي. د اې پي خبریال محمد محسن د ځینو انځورونه راښيي.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Muheisenیو کټ، دوې چوکۍ او د موسیقۍ یو کیبورډ
دوی له افغانستان څخه راغلي دي. ۲۷ کلن حامد کریمي او د هغه ۲۵ کلنه میرمن فرشته راحیمي د هالنډ په هارلیم کې د زندان په کوټه کې اوسیږي. له دغه زندان څخه نور د زندان په توگه نه، بلکې د مهاجرو د استوگنځای په توگه کار اخیستل کیږي. هغه کیبورډ غږوي او موسیقي اوري. موسیقي، جگړه نه. خو دا چې هغوی به په اروپا کې پاته شي او که نه، معلومه نه ده.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Muheisenد دروازې تر څنگ بله دروازه او وړاندې لږه رڼا
د هالنډ په هارلیم کې په لومړي نظر کې زندان دغه ډول ښکاري. څو سوه مهاجر دغه ځای ته د اوسیدو له پاره راوستل شوي دي. له هغوی څخه یو تن ايرانی ۲۵ کلن رضا احسان دی.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Muheisenکه څه هم دغه ودانۍ د یادگاري میراث برخه ده او په دغه ځای کې د خلکو ښه پالنه کیږي، خو یو زندان یوازې زندان وي. دغه څه په انځور کې هم صدق کوي. پر دې سربیره په انځور کې کیڼ اړخ ته ۳۶ کلن محمد بن سلیم چې له الجزایره راغلی او ۲۲ کلن امیني اوشي چې د لیبیا هیواد ده هم لیدل کیږي.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Muheisenد کوټې په خوله کې یو پیاله چای
افغان مهاجر سیرت الله حیات الله د یوې کوټې یا سلول مخې ته چای څښي.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Muheisenیوازې ښځې، په یوه جلا برخه کې دي. د اسوشیتد پرس عکاس د یوې سومالیایي ښځې انځور اخیستی دی. ایاوا محمد ۴۱ کلنه ده او دلته د نورو ډېرو میرمنو په شان یوې نامعلومې راتلونکې په انتظار ده. هغې په خپل ټاټوبي کې تاوتریخوالی تر خپل شا پریښی دی.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Muheisenافغانستان، سومالیا، عراق...
د هالنډ په پخواني زندان کې کوچنۍ نړۍ هغه څه ښيي، چې په اروپا کې د «کډوالو د کړکیچ» په نامه یادیږي. د نړۍ د کړکیچ ځپلو سیمو خلک په دغه ځای کې اوسیږي. ۲۴ کلن یاسر حاجي او د هغه ۱۸ کلنه میرمن له عراق څخه راغلي دي.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Muheisenمهاجر دلته بیا هم په منظمه نړۍ کې ژوند کوي. جگړه، گډوډي او غیر منظموالی نه شته، بلکې برعکس د کالو پریمنځلو یو سالون چې زیاترو یې په خپل هیواد کې ترې استفاده نه کوله.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Muheisenدغه کس نه غواړي چې نوم وښيي او نه یې پوره څیره ولیدل شي. د هغه دلیل هم جنس بازي ده. هغه مراکشی دی.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Muheisenفاطمه حسین چې ۶۵ کاله عمر لري په دغه کمپ کې یوه له هغو زیات عمر لرونکو مهاجرو څخه ده چې د اسوشیتد پرس عکاس پیژندلې ده. هغې عکاس ته د خپلې کوټې د لیدو اجازه ورکړې او آن د دې اجازه چې د لمانځه پر مهال یې انځور واخلي. هغه د عراق ده.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Muheisen۴۰ کلن ناران بتر، له منگلویا څخه راغلی دی. هغه د باسکټبال لوبه کوي. د دغه سرپنا اداره کوونکي او پالونکي د انسانانو آزاد ژوند ته د مخه کولو هڅه کوي.
انځور: picture alliance/AP Photo/M. Muheisen