دونالد ترمپ چې د امریکا متحده ایالاتو د نومبر د اتمې د ولسشمرۍ په ټاکنو کې په ناڅاپي توگه د بریالیتوب سر را پورته کړ، د خپلو وعدو د پوره کولو لپاره سمدلاسه د خپل راتلونکي حکومت د غړو نومول پیل کړي دي.
د ملي امنیت د شورا د مشاور په توگه چې د امریکا په حکومتي جوړښت کې یو ډير پیاوړی مقام دی، میکایل فلین نومولی دی. فلین چې د پوځي استخباراتو رئیس تیر شوی، زورپالونکی اسلام د نړیوال ثبات لپاره سترخطر گڼي.
دغه متقاعد درې ستوری جنرال چې د عراق او افغانستان په جگړو کې برخه اخیستی ده، له خپلو افراطي څرگندونو سره چې د انتقاد کونکو په نظر د اسلام سره د دښمنې بوی تر راځي، یو شخړایز شخصیت گڼل کیږي.
په داسی حال کې چې فلین له روسیې او چین سره هغه د انعطاف وړ سیاست پلوي کوي، له ایران سره د اتمي شخړې د حل تړون مخالف دی.
جنرال فلین تیر کال په روسیه کې په یوې ماښامنې میلمستیا کې د روسیی د ولسمشر ولادمیر پوتین تر څنگ لیدل شوی. ویل شوي دي چې دغې میلمستیا کې هغه د ماسکو په وړاندی هغسې څرگندونې کړي، لکه چې ترمپ کړی وې، یعني : د د روسیې له خوا د کریمیا الحاق او دغه راز د سوریې د رژیم د مشر بشار الاسد څخه د هغې ملاتړ ته غاړه ایښودل.
هغه د اگست په میاشت کې واشنگتن پست ته په یوه مرکه کې وویل:« مونږ له روسیې سره په اړیکو کې هیتلر ته ماته ور کړه، دا چې هرڅوک هرډول فکر پرې کوي، کیدای شې وکړي، خو هغه اړیکې چې د دواړو اړخونو د گټو د خوندیتوب ایجاب وکړي، لکه د داعش په اړه ، زه له روسیې سره یم.»نوموړي زیاته کړه: «مونږ له ردیکال اسلامیزم سره ستونزه لرو، زه فکر کوم دا هغه څه دي چې مونږ کولای شوو له یو بل سره د دغه دښمن پرضد گډ کار وکړو. هغوی له مونږ څخه زیات په دې هکله ستونزې لري.»
دغه راز ترمپ د الباما د ایالت سناتور، جیف سیشنز د لوی څارنوال او دکنساس د ایالت جمهوري غوښتونکی استازی، مایک پومیو د CIA د رئیس په توگه نومولي دي. دغه دواړه محافظه پال سیاستوالان شمیرل کیږي.
سناتور سشینز او جنرال فلین دواړه په انتخباټي مبارزه کې د ترمپ تر څنگ ولاړ ؤ، دا چې هغوی دغو دوو مهمو څوکیو ته اوس کاندید شوي دي، دا په حقیقت کې ترمپ ته د هغوی د وفادارې تحفه ده.
په یوه اعلامیه کې راغلي دي چې دغو درې واړو دغو مقامونو ته خپل نومانتوب منلی دی.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (11.08.2015):
مایک پومیوانځور: Getty Images/AFP/S. Loeb انځورونه: د نړۍ لس خوشاله او لس ناخوښ هیوادونه
د ګالب بنسټ په ټولو هیوادونو کې له ۱۰۰۰ بالغو اوسیدونکو څخه پوښتني کړي دي او د هغوی د خوښۍ کچه يې ټاکلې ده. د لاتین امریکا هیوادونو اوسیدونکي تر ټولو خوشاله او د عربي او اسیایي هیوادونو خلک تر ټولو ناخوښ بلل شوي دي. انځور: picture-alliance/dpa پاراګوای د ګالپ په درجه بندي کې د ۸۹ نمرو په ترلاسه کولو سره د نړۍ تر ټولو خوشاله هیواد بلل شوی دی. ګالپ د خپلي څېړني پایلي د خوښۍ د نړیوالي ورځي په مناسبت چې د مارچ میاشتي شلمه نیټه ده خپرې کړي دي.
انځور: Reuters/A. Bianchi د نړۍ دویم تر ټولو خوښ هیواد کولمبیا د ۸۴ نمرو په اخیستلو سره د نړۍ دویم تر ټولو خوشاله هیواد ښوول شوی دی.
انځور: picture-alliance/´Ethel Davies/Robert Harding اکوادور د ۸۴ نمرو په ترلاسه کولو سره په نړۍ کې دریم تر ټولو خوښ هیواد ګڼل شوی دی.
انځور: Reuters/G. Granja ګواتامالا د ګالپ د څیړنې له مخې ۸۴ نمېر وړي دي.
انځور: DW ښايي ډیر کمو افغانانو د دغه هیواد نوم اوریدلی وي خو هندوراس د ۸۲ نمرو په اخیستلو سره د ګالپ په نوملړ کې د نړۍ پنځم خوښ هیواد دی.
انځور: STR/AFP/Getty Images/ د لاتین امریکا پاناما هیواد د نړۍ شپړم خوښ هیواد نومول شوی دی.
انځور: Osvaldo Jordan وینزیویلا د ۸۲ نمرو په اخیستلو سره د نړۍ اووم خوښ هیواد نومول شوی دی.
انځور: DW/O. Schlenker کوستاریکا د ګالپ په څیړنه کې د ۸۱ نمرو په اخیستلو سره اتم خوښ هیواد بلل شوی دی.
انځور: Hector Retamal/AFP/Getty Images ال سالودور هم یو له هغو هیوادونو څخه دی چې نوم یې ښايي ډیرو افغانانو ته اشنا نه وي. خو که غواړي د نړۍ نهم تر ټولو خوښ هیواد ته سفر وکړې نو د ال سالودر پر لور تلونکي الوتکي کې کښېنی.
انځور: picture-alliance/AP Photo/S. Melendez نیکاراګوا د ګالپ په څیړنه کې د ۸۱ نمرو په ترلاسه کولو سره د نړۍ لسم خوښ هیواد دی.
انځور: picture alliance/AP Photo د نړۍ د لسو تر ټولو ناخوښو هیوادونو - لومړی ناخوښ هیواد د ګالپ په سروې کې سودان تر ټولو لږ نمرې اخیستي. دغه هیواد په ۴۷ نمرو سره د نړۍ تر ټولو ناخوښ هیواد بلل شوی دی.
انځور: GetttyImages/AFP/C. Lomodon د نړۍ دویم تر ټولو ناخوښ هیواد تونس په ۵۲ نمرو سره د ګالپ له خوا د نړۍ دویم هغه هيواد دی چي اوسېدونکي يې خوشاله نه دي.
انځور: Picture-Alliance/AA/Y. Gaidi بنګله دیش د ۵۴ نمرو په ترلاسه کولو سره د نړۍ دریم ناخوښ هیواد بلل شوی دی.
انځور: Getty Images/AFP/Uz Zaman څلورم ناخوښ هیواد په اروپا کې د نړۍ څلورم تر ټولو ناخوښ هیواد صربستان دی.
انځور: Getty Images/AFP/D. Dilkoff دا چې د یوه هیواد اوسیدونکي څومره خوشاله دي پر دې پوري اړه نه لري چې هغه څومره پرمختللی دی. د نړۍ د پنځم ناخوښ هیواد په توګه د ترکیې ټاکل ښايي د همدې موضوع ثبوت وي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/L. Pitarakis د ناخوښو هیوادونو په نوملړ کې بل اروپايي هیواد بوزنیا ده چې ۵۵ نمرې یې اخیستي دي.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Beekman گورجستان بیا د نړۍ اووم ناخوښ هیواد نومول شوی دی.
انځور: Getty Images/AFP/V. Shlamov لیتوانیا هم د ناخوښو هیوادونو په نوملړ کې شامل دی.
انځور: imago/R. Weisflog نیپال د ناخوښو هیوادونو په نوملړ کې نهم دی.
انځور: Getty Images/AFP/Str افغانستان هم د هغو لسو هيوادونو په ليست کي شامل شوی چي ډېر وگړي ئې خوشاله نه دي.
انځور: picture-alliance/dpa