ډاکټر فرانک وايي چې په عادي حالاتو کې د غوږونو نرمۍ (پوڅقۍ) د انسان په بدن کې هغه برخه ده چې په ښه توګه ورته وینه رسیږي او د انسان په رګونو کې د ستونزو په موجودیت کې د بدن دغه برخه تر اغیز لاندې راځي او پکې چینونه رامنځ ته کیږي. د نوموړي په خبره هغه وخت چې د انسان غوږونه د شریانونو د احتمالي ستونزو خبر ورکوي، نو په دې ترتیب د زړه د رګونو د احتمالي ستونزو امکان هم ډیر وي.
د زړه په اړه په زړه پوري معلومات
د يوه انسان زړه د هغه د ژوند په اوږدو کې تقريباً درې ميليارده وار دربيږي چې دا د حيرانتيا وړ چاره ده.
انځور: Fotolia/Dmytro Tolokonov
د طبيعت يوه معجزه
د موټي په شکل جوړ دا عضلات په دقيقه کې کابو ۷۰ ځله ځان ټولوي او په دې توگه په ورځ کې تر۱۰ زره ليتره پورې وينه بدن ته پمپوي. دا کار ټول عمر کوي. د اړتيا په صورت کې، د مثال په توگه کله چې انسان سپورت کوي، زړه یې د نورمال حالت په پرتله بدن ته پنځه وارې زياته وينه ليږدوي.
انځور: picture-alliance/dpa
دوه وارې زيات کار
په اصل کې زموږ زړه له دوو پمپونو جوړ شوی. ځکه د وينې دوه جريانونه لرو. د زړه ښی خونه يا برخه وينه سږو ته پمپوي چې هلته وينه آکسيجن اخلي. په عين وخت کې د زړه کيڼه برخه په هماغه اندازه وينه بدن ته ليږدوي. دا ساده کار نه دی.
د زړه ضربان
زړه که پر دوو برخو وویشو نو هر نيمه برخه يې په اصطلاح يوه حويلې يا مخکې برخه او يوه خونه یا کوټه لري. وينه يوازې يوه اړخ ته بهيدلای شي ځکه د زړه د مخکې برخو او همدا راز د کوټو ترمنځ والوونه موجود دي.
سخت کار
زړه هم يوازې يوه عضله ده خو يوه ډېره ځانګړې. دا د پښو او لاسونو عضلو ته ورته ده، ځکه دا عضله هم ځان ډېره په چټکۍ او ډير زور سره ټولولی شي. خو د زړه عضلات ډيرې قوي دي او نه ستړي کيږي.
انځور: picture-alliance/dpa
طبيعي حرکات
که تاسو چيري کوښښ هم وکړئ چې د زړه درزيدا مو ودروئ، دا کار شونی نه دی ځکه زړه د عصبونو له لارې نه کنتروليږي، بلکې يو ځانگړی لارښود لري. د زړه په مخکې برخه يا حويلې کې د سينوس غوټو په نامه د حجراتو يو گروپ پروت دی چې په منظم ډول د کوچنيو برقي ټکانونو په ورکړې سره زړه دې ته اړ کوي چې ډېر په چټکۍ سره خپل کار وکړي او ځان راټول کړي.
له ريتمه وتل
کله چې زړه له خپل منظم رېتمه ووځي، د مثال په توگه د Ventricular fibrillation يا د زړه د خونو د بې نظمه کيدو پر وخت نو د زړه عضلات شخ پاتيږي او بدن ته د وينې دوران نه ترسره کيږي. يوه ټکان ورکونکې آله defibrillator بيا دغه خطري حالت له منځه وړي تر څو زړه بیرته په خپل نورمال رېتم کې کار پيل کړي.
د روغتيا نړيوال سازمان د معلوماتو له مخي هرکال تر شپږ ميليونه ډير انسانان د سکتې له کبله مري. د سکتې مشخصات څه دي؟ هغه څه ډول وپيژنو؟ څه ډول ورسره مقابله وکړو؟ مخنيوی يې څرنگه وکړو؟
انځور: Colourbox/E. Wodicka
شکته څه ده؟
سکته په مغز کي ناڅاپه د غير معمولي ويني جريان دی. په مغز يا غاړه کي د ويني د نري رگ په بنديو يا چاودلو سره مغز ته کافي وينه نه رسيږي چي په دې سره نو د مغز د سلولونو معاليت متوقف کيږي. په يوه سريع اقدام سره کيدای سي د سکتې مخنيوی وسي.
د سکتې علايم
د سکتې تر ټولو روښانه علايم: په ليد او ويلو کي خنډ، د نه اورېدو او فلجېدو احساس، د سر سخت درد له سرڅرخۍ سره. چا چي سکته کړې وي نه بايد څه وڅښي او نه هم دارو وخوري. چي بې هوښه سي بايد آرام په بغل څملول سي. د امکان په صورت کي بايد ژر تر ژره بايد لومړنۍ مرستي پيل سي چي تنفس يې سم سي.
انځور: Fotolia/coldwaterman
د بڼي تغير
سکته تر ټولو مخکي د مخ پر بڼه ښکاري. هغه څوک چي سکته يې کړې وي ورته وواياست چي وخاندي. که يې سکته کړې وي، د صورت عضلات يې کمزوري کيږي او په کږه خوله خاندي.
انځور: Photo-K/Fotolia
پر لاسونو علايم
هغه چا چي سکته کړې وي کولای نه سي چي خپل لاسونه راپورته کړي او ورغوي وښيي.
انځور: picture-alliance/imageBROKER/R. Marscha
د ويلو نښه
که يو څوک ونه کولای سي چي يوه جمله درسته تکرار کړي، احتمالاً به يې د ويلو سيستم زيانمن سوی وي. که هغه بندي بندي خبري کوي او کلمات سم نسي بيانولای بايد ژر تر ژره ډاکتر ته ورسول سي.
انځور: picture-alliance/dpa/Geisler-Fotopress
د سکتې ارثي عوامل
که د يو چا په والدينو کي يوه يې سکته لرلې وي، نو ډير خطر يې سته چي اولاد ته يې هم پيدا سي. په سکته کي سن هم مهم دی. تر ۵۰کلنۍ لوړو خلکو کي د سکتې خطر دوه برابره ډيريږي. جنسيت هم مهم دی. تر ښځو ډېر نارينه له سکتې سره مخامخ کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/H-J. Wiedl
د سکتې مخنيوی
د کارپوهانو په نظر د سکتې د پيښو مخنيوی کيدای سي. تر ټولو خراب شی چي د سکتې خطر زياتوي د فشار زياتېدل دي. نور عوامل يې: سگريټ څکول، د شکري او ډيري وازگي لرلو ناروغي. ډير وزن او د ډيرو مشروباتو څښاک هم د سکتې خطر زياتوي.