دمحکمې تر فيصلې وروسته هم بيرلوسکوني خپله استعفأ رد کړل
۱۳۸۸ مهر ۱۶, پنجشنبهيو ماښام وو، چې د روم په حکومتي سيمه کې د سيلويو بيرلوسکوني تر واکمنۍ او مشرتابه لاندي د نورو ماښامونو غوندي نه تېرېده . لومړي وزير، له وايتکان څخه د دوهم لوی عيسوي راهب بيرتوني په موجوديت کې د نندارتون پرانستلو ته هېڅ پاملرنه نه شوای کولی . دا کار يې لا سر ته نه ؤ رسولی، چې د رپوټچيانو مکروفونونه يې خولې ته راټول شول، بيرلوسکوني وويل:
(څارنوالان، کوم چې له عدالت څخه د خپلو سياسي گټو په خاطر سؤاستفاده کوي، دا يو اړخ دئ . سربېره پر هغه زموږ 72 فيصده رسنۍ د چپيانو پر خوا دي . بيا د دولتي تلويزيونونو لخوا ښووني او رپوټونه، کوم چې زموږ ټولو له پيسو څخه تمويليږي ، د چپيانو پلوي کوي . دوی بيا پر موږ ملنډې وهي . اولسمشر، تاسي ټول پوهېږی چې د چا پلوي کوي، موږ اووه تنه د اساسي قانون قاضيان لرو، کوم چې د چپ لاسي اولسمشر لخوا ټاکل شوي، هغه چې د اساسي قانون له محکمي څخه د ضمانت او معتبري محکمې په حيث نه بلکه د سياسي وسيلې په ډول کار اخلي .)
اولسمشر جيورجو ناپوليتانو دې ته مجبوره ؤ، چې د اساسي قانون د محکمې پرېکړه مراعت، او دا محکمه بيا دې ته اړه وه، دا پرېکړه وکوي، چې يو قانون د اساسي قانون سره سر خوري او که نه . برسېره پر دې د حکومت مشر څرگنده کړل، چه دی له هغه څه سره علاقه نه لري، چې اولسمشر يې وايي . په دغه لانجمن حالت کې يو بل کړکېچن ټکی .
يو چا بايد بيرلوسکوني ته په غوږ کې پټ ويلي وي، چې له 15 قاضيانو د جملې څخه يوازي 9 تنو دده د مصونيت قانون رد کړ. بيا يې دا وويل: د محکمې د پرېکړې درناوی کوي، مگر د دولتي ادارې تر منځ توازن له منځه وړي .
دی ددغه حکم سياسي عواقب نه ويني او وايی ، (موږ به خپل کار ته دوام ورکوو. هغه دعوی چې له مِيلان څخه راباندې شوې، يو تهمت دئ . زه اوس بايد د هغه وخت يوه برخه چې د وگړو د هوساينې او خدمت په منظور مي تېروله، اوس به يې هلته په ورتگ سره تېروم، تر څو هغه ټول درواغ سپين کړم . دا بار تاسي پر ما او ايطالويانو کښېښود. ژوندۍ د وي ايطاليه او ژوندی د وي بيرلوس کوني)
د اساسي قانون د شورا پر دوه ورځنۍ غونډه باندي فشار هر آن زياتېده . د بيرلوس کوني د مدافع وکيلانو لخوا هم په دې غوښتنه سره هم، چې دا ځل بايد پرېکړه سياسي بڼه ونه لري . بيرلوس کوني زياته کړه، که چېري فدراليزم ماته خوري نو نتيجه به يې جگړه منځ ته راتگ وي . اوس خبره د راتلونکو سيمه ايزو انتخاباتوده، او په دې هيله سره، چې خلک له بيرلوسکوني څخه ملاتړ وکوي .
د بيرلوسکوني وياند وايي : (دا يوه سياسي پرېکړه ده . لومړی وزير بيرلوسکوني، حکومت او حکومتي ټلواله به خپل حکومت ته دوام ورکوي، کوم څه چې ايطالويانو له 2008ميلادي کال راهيسي هر وخت په خپلو رايو سره غوښتي دي . )
اوس به د مصؤنيت د قانون په لغو کېدلو سره دا خبره هم څېړل کيږي، چې آيا بيرلوسکوني د 2008 ميلادي کال په انتخاباتوکې د مخالف لوري سناتوران په رشوت ورکولو سره دې ته رضا کړي او که نه، چې له رومانو پرودي څخه مخ واړوي .
دوهمه موضوع يوه اخيستل شوې شاهدي ده : شاهد، انگرېزی وکيل ميلز Mills دی ،چه وختي لا محاکمه شوی دئ . نوموړي7لکه يورو اخيستې وې . او لکه څنګه چه په دعوی کې راغلي دي ، هغه د بيرلوسکوني شرکت ورته ورکړې وې .
کلوډيا/ عارف وردګ
کتونکي : محمد قاسم نوري