دمشق: د لومړي وزیر دفتر ته نزدې نښته شوې ده
۱۳۹۱ مرداد ۲۵, چهارشنبهاعلان
په انګلستان کې د سوریې د بشري حقونو ادارې ویلي دي چې په دمشق کې د لومړي وزیر دفتر ته نزدې د پاڅون کوونکو او د رژیم د ځواکونو تر منځ نښته شوې ده.
د دې سازمان یوه چارواکي رامي عبدالرحمان ویلي دي چې نښته په دمشق کې د ایران سفارت نوې ودانۍ ته نزدې شوې ده.