1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په جنورۍ او فبرورۍ کې آلمان ته د افغانانو راتگ امکان لري»

گل غوټۍ پوپل | کاتولیکي آژانس
۱۴۰۴ آذر ۵, چهارشنبه

په پاکستان کې لاهم د آلمان له خوا د منل کيدو ژمنه لرونکي شاوخوا ۱۸۰۰ افغانان، آلمان ته د سفر په تمه دي. د آلمان حکومت ښايي دغو ټولو ته د داخلیدو اجازه ورنه کړي خو داخله وزیر بیاهم ویلي دي چې لا ډیرې هڅې په پام کې لري.

دوبرينت: په جنورۍ او فبرورۍ کې آلمان ته د افغانانو راتگ امکان لري
د آلمان د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبرینتانځور: Bernd von Jutrczenka/dpa/picture alliance

له اوږد ځنډ وروسته، ښايي په راتلونکو اونیو کې، هغه افغانان چې د منلو ژمنې لري، آلمان ته راسي.

د آلمان د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبرینت د چهارشنبې په ورځ د آلمان د پارلمان «بوندستاگ» د داخلي کمیټې په غیرعلني غونډه کې وویل چې د دې امکان سته چې دا کار په لا زیات سرعت سره ترسره سي. د هغه په خبره، هغه افغانان چې د آلمان له خوا د منلو الزامي ژمنې لري او امنیتي ارزونې یې مثبتې دي، امکان لري آلمان ته انتقال سي. خو نور اغیزمن کسان ښايي ونه سي کولای نوموړي هیواد ته داخل سي.

اړوند:دوبرینت: د افغانانو د منلو په اړه پریکړه به وخت ونيسي

په ۲۰۲۱م کال کې په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنیدو وروسته، د آلمان پخواني ائتلافي حکومت د هغو محلي کارکوونکو چې له آلماني ادارو سره یې گډ کار کړی وو، د بشري حقونو فعالانو ، قاضیانو او خبریالانو په شمول، له ځانگړي گواښ سره مخامخ کسانو ته په آلمان کې د منلو ژمنې ورکړې وې.

په اوس وخت کې په پاکستان کې شاوخوا ۱۸۰۰ هغه افغانان اوسیږي چې د آلمان د بیلابیلو پروگرامونو له لارې د منلو ژمنې لري، په هغو کې ۲۲۰ کسان د محلي کارکوونکو په برنامې او شاوخوا ۹۳۰ تنه د آلمان د منلو په پروگرام پورې مربوط کیږي.

نور شاوخوا ۲۰۰ افغانان چې د دوبي په پای کې له پاکستان څخه، افغانستان ته اخراج سوي دي، هم په دغه هیواد کې انتظار باسي.

دوبرینت واضح کړه چې هڅه کوي د هغوی راتگ په روان کال کې ترسره سي، خو ددې کار ضمانت نه سي کولای.

پاکستان اعلان کړی و چې د آلمان د منلو برنامې باید د کال تر پایه بشپړې سي. په بل صورت کې به افغانستان ته ددغو پناه غوښتونکو اخراج لاپسې زیات سي.

اړوند:دوبرینت غواړي د افغانانو د اخراج په اړه له طالبانو سره مستقیمې خبري وکړي

د آلمان د کورنیو چارو د وزیر په خبره، ښايي د راتلونکي کال په جنورۍ او فبرورۍ کې هم د هغوی منل کیدل امکان ولري.

د منلو د برنامې له ځنډ سره سره، په وروستیو میاشتو کې ځیني دغه کسان او د هغوی کورنۍ د آلمان په محکمو کې د حقوقي شکایتونو له درجولو وروسته د ویزې په ترلاسه کولو بریالي سوي دي.

په دا وروستیو کې، د آلمان حکومت په پاکستان کې ځینو هغو پناه غوښتونکو ته چې آلمان ته د راتگ لږ چانس لري خو له سفر څخه ډډه کوي، د پیسو د ترلاسه کولو وړاندیز کړی و.

د کورنیو چارو وزارت په وینا، شاوخوا ۱۰ سلنه هغو کسانو چې ورسره اړیکه نیول سوې ده، دغه وړاندیز  منلی دی. د رسنیو رپوټونه ښيی چې د هغوی شمير شاوخوا ۶۰ دی.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب