د دوبی دوو لویو شرکتونو په اجتماعي شبکو کي اعلان کړی دی چي پر شرابو باندي ۳۰ فیصده مالیه او د تر اوسه پوري موجود اجازې نامې ټکس له منځه تللي دي.
لکه څنګه چي د ډوبی رسنیو هم تایید کړې ده، دغه تغیرات پرون یکشنبه جاري سوي او په لومړي قدم کي د یوه کال له پاره اعتبار لري.
د دوبی د دغو دوو لویو شرکتونو څخه د ام ام اي په نامه یوه شرکت یې په خپل انستاګرام کي په دې دول سره اشتهارات کړي دي: «د ۳۰ فیصده مالیاتو په لغوه کیدو او د شرابو مفتي اجازې نامې سره تاسي کولای سئ، خپله په زړه پوري نوشابه ډېره اسانه او ارزانه تر لاسه کړی».
انځور: Kamran Jebreili/AP Photo/picture alliance
د افریقن+ایسترن په نامه د غذایي موادو بل شرکت هم تایید کړې ده چي پر شرابو باندي خاصه مالیه نور اعتبار نه لري او پر هغو باندي هم د نورو غذايي موادو په شان يوازي ۵ فیصده مالیه راځي.
خو د دوبی حکومت تر اوسه پوري په دې اړه د رویترز خبري آژانس پوښتنو ته جواب نه دی ورکړی.
په اوس وخت کي د دوبی اقتصاد ډېر پر توریزم او سیاحت باندي اتکا لري: تر هغه وروسته چي د کرونا په محدودیتونو کي نرمښت راغی، یوازي د ۲۰۲۲م کال په اوله نیمايي کي دغه هیواد ته د تیر ۲۰۲۱م کال عین وخت په مقایسه ۱۸۰ فیصده اضافه توریستان ورغلي دي. ځکه نو د دوبی اقتصاد د کرونا تر وبا وروسته ډیر ژر وغوړید.
د متحدو عربي اماراتو د دغه ښار او امارت ملي ناخالصه تولید په نهو میاشتو کي ۴،۶ فیصده وده وکړه او انتظار کیږي، چي د شرابو د مالیې په له منځه وړلو سره به د توریستانو او داخل کي اوسیدونکو له پاره دوبۍ نوره هم په زړه پوري او نور ډیر ورجذب سي.
دوبی چي د دنیا تر ټولو لوړه ودانۍ او د خرما د ونو په ډول مصنوعي جوړي سوي جزیرې لري، د یوه لوی منطقه وي رقیب، یعني سعودي عربستان په مقابل کي د خطر احساس کوي.
سعودي عربستان په دې لار کي په ميلیاردونو ډالره سرمایه ګذاري کوي، تر څو هیواد یې د توریستانو له پاره په زړه پوري وګرځوي، علاوه پردې د لويو کلتوري او سپورټي نمایشاتو مېلمه پال هیواد هم دی.
په اروپا کې د کرونا وبا له امله محدويتونه لا دوام لري. په داسې وضعيت کې به په دوبي کې د سياحت څه حال وي؟ د انځورونو په دې ګالرۍ کې ووينئ چې د ۲۰۲۱م کال د اوړي رخصتۍ څرنګه تیرولی شئ:
انځور: Getty Images/AFP/G. Shkullaku
د ټکټ د منسوخولو آسانتيا
دا روښانه ده چې کرونا د واکسين تر تطبيقيدو پورې د پخوا په څېر سفرونه نه شي کيدلی خو د هسپانيې او يونان په ښایسته سيمو کې د رخصتۍ د تیرولو له پاره د ټکټونو اخيستل او د ځايونو ريزرو کول ادامه لري. د دې يو دليل دا دی چې مسافرتي آژانسونو دا آسانتيا رامنځته کړې چې پر سفر د بندیز په صورت کې به خلک وکولی شي په وړيا توګه خپل ټکټ منسوخ کړي.
انځور: picture-alliance/dpa/A. Arnold
له اوږدو سفرونو ډډه کول
د آلمان د مسافرتي ټولنې په حواله سږ کال د عیسويانو د ايستر اختر پر وخت د سياحت ته د لیوالتیا د کمیدو امکان ډېر دی خو د مي مياشتې له وروستيو ورځو نيولې بيا د دوبي تر پېل پورې د ټکنونو په رانیولو کې زياتوالی ليدل کيږي. خو زياتره آلمانان نورو هېوادونو ته يا د اوږدو سفرونو له پاره د ټکنونو په رانیولو کې زړه نا زړه دي.
انځور: picture-alliance/Zoonar/B. Hoyen
د سمندر غاړه
د دې ډېر امکان ليدل کیږي چې سږ کال به ډېر سيلانيان د سمندرونو ساحلونو ته مخه کوي. داسې انګیرل کيږي چې د نړيوالې وبا له کبله به په ساحلونو کې حفاظتي تدابير په نظر کې ونیول شي. له همدې کبله ډېری کسان د سفر له پاره لا نهایي بُکنګ نه کوي.
انځور: picture-alliance/dpa/P. Zimmermann
د قرنطين سره مل سياحت
د ډيرو له پاره دا خبره روښانه نه ده چې آيا سږ کال به د دوبي په رخصتيو کې د نړيوالو سفرونو اجازه وي او که نه؟ او که اجازه وي نو پر کومو شرائطو؟ دا به په دې پورې اړه ولري چې په يوه هېواد کې د کرونا د مريضانو شمير څومره دی؟ همدا راز په سيمه ایزه کچه واکسين ته لاس رسی او د سفر څخه د راستنيدو پر وخت د قرنطين شرائط هم په نظر کې نيول کيږي.