1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوبۍ: د اورلگیدنې په پایله کې ۱۶ تنه مړه او ۹ ټپیان دي

۱۴۰۲ فروردین ۲۷, یکشنبه

په دوبۍ هیواد کې د استوگنې په یوې ودانۍ کې د اور لگیدنې په پایله کې ۱۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او ۹ نور ټپیان شوي دي.

Wolkenkratzer im Emirat Schardscha geht in Flammen auf
آرشیف انځورانځور: picture-alliance/dpa/J. Gambrell

د سیمه ایزو رسنیو په حواله اور د شنبې ورځې په غرمه د زوړ ښار په الراس سیمه کې چې خلک یې ډیر خوښوي د استوگنې د یوې ودانۍ په څلورم پوړ کې رامنځته شوی دی.

د دوبۍ په هوایي ډګر کې یوې الوتکې اور واخيست

رسنیو د دغه هیواد د ملکي حفاظت ادارې د اعلامیې په اساس رپوټ ورکړی دی چې د نوموړې ادارې لومړنۍ ارزونې ښيي چې کیدای شي اور په ودانۍ کې په سمه توگه د حفاظتي مقرراتو د نه مراعاتولو له کبله رامنځته شوې وي.

زمونږ له فیسبوک شبکې پاڼې سره یوځای شئ:

زمونږ له یوټيوب شبکې سره یوځای شئ:

تر اوسه پورې د قربانیانو د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي. دوبۍ د متحده عربي اماراتو له ډلې څخه یو دی چې د شاوخوا ۳،۳ میلیونه نفوس څخه یې نږدې ۹۰ سلنه بهرني اتباع تشکیلوي.

په دغه هیواد کې پخوا هم د اورلگیدنې ډیرې شدیدې پيښې رامنځته شوي دي چې ډیر مالي تاوانونه یې اړولي، خو لږ شمیر کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

مکسیکو؛ د مهاجرو په يوه پناه ځای کې اورلگېدنې د ۳۹ کسانو ژوند اخیستی

په ۲۰۱۷ م کال کې حکومت په ودانیزو چارو کې شدید حفاظتي مقررات اعلان کړل، څو د اور لگېدنې پيښې راکمې کړای شي.

ډیری وختونه اور د ساختمانونو په باندنۍ سطحه کې د زر اور اخیستونکو موادو د کارولو له کبله رامنځته کیږي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب