1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوحه یو ځل بیا د طالب او امریکایي چارواکو د غونډې کوربه ده

۱۴۰۲ مرداد ۸, یکشنبه

د جمهوري نظام د نسکوریدو د دویم کال پوره کیدو په درشل کې، دوحه یوځل بیا د امریکا متحده ایالاتو او طالب چارواکو د غونډې کوربتوب کوي. خو آیا په دې ناسته کې به کوم توافق رامنځته شي؟

Afghanistan Taliban-Vertreter führen in Doha Gespräche mit US-amerikanischen und europäischen Delegierten
آرشیف انځورانځور: Stringer/REUTERS

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د شنبې (د جولای میاشتې ۲۹ نیټه) په ورځ اعلان وکړ، چې د امیر خان متقي په مشرۍ یو پلاوی له امریکايي چارواکو سره د لیدنې کتنې په خاطر قطر ته رسیدلی دی.

ټاکل شوې ده چې د امریکا متحده ایالاتو استازي او ورسره مل پلاوی د یکشنبې او دوشنبې په ورځو له طالب استازو سره د افغانستان په اړه خبرې وکړي.

په دې غونډه کې د امریکا له خوا توماس ویست چې د افغانستان له پاره د امریکا ځانگړی استازی دی او رینا امیري چې په افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو له پاره د امریکا ځانگړې استازې ده، حضور لري.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت دوحې ته د امیر خان متقي د سفر یوه ویډیو خپره کړې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر امیرخان متقي قطر ته د سفر پر مهال ویلي دي چې دې سفر کې به له امریکایي چارواکو سره د خبرو اترو سربیره، هڅه وشي قطري چارواکو او په دې غونډه کې د گډون کوونکو هیوادونو له استازو سره لیدنه کتنه او خبرې وشي.

متقي ویلي «د بندیزونو او محدودیتونو لیري کول، د تور لیست او د طالب مشرانو پر سر د جایزې د ټاکل کیدو لمنځه وړل، د افغانستان د بانکي زیرمو آزادول او د سیاسي او اقتصادي اړیکو د پراخولو له پاره مثبت تعامل د طالبانو د ادارې له لومړيتوبونو څخه دي.«

په ورته وخت کې د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست په افغانستان کې د القاعده شبکې د حضور په اړه د ملگرو ملتونو راپور هم رد کړی دی.

دغې ناستې غبرگونونه هم را پارولي دي

د ښځو اعتراضي غورځنگونو په یوه سرپټي ځای کې د اعتراض په ترڅ کې د دوحې د غونډې گډون کوونکو په مخاطب کولو سره ویلي دي: «د طالبانو له سپينولو لاس واخلئ او تر دې ډیر له انسانیت او بشري ارزښتونو سره خیانت مه کوئ.«

د دې غورځنگ د اعلامیې په یوه برخه کې راغلي دي: «نړۍ باید د افغانستان د خلکو او په ځانگړي توگه قرباني ښځو تر څنگ ودریږي او نه د یوې ترهگرې ډلې په ملاتړ.«

طالبانو په تیرو نږدې دوو کلونو کې په پرله پسې ډول پر افغانانو او په ځانگړي توگه ښځو محدودیتونه وضع کړي دي. د نړیوالې ټولنې د پرله پسې غوښتنې سربیره، د دغې ډلې ادارې د محدودیتونو د لیري کولو له پاره هیڅ ډول اقدام نه دی کړی.

تر اوسه پورې روښانه نه ده چې آیا په دغه ناسته کې به کوم توافق رامنځته شي او که څنگه؟ دغه ناسته په داسې حال کې ترسره کیږي چې د دوو کلونو په تیریدو سره تر اوسه پورې د نړۍ هیڅ کوم هیواد د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی پيژندلی.

د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ټینگار کړی دی چې د طالبانو له چارواکو سره دغه لیدنه کتنه په هیڅ صورت د دوی د په رسمیت پيژندلو په معنی نه ده.

شکیلا ابراهیم خیل: ش.ن/ ن.ص

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل