1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

دونالد ترمپ د امريکا د ۴۷ ولسمشر په توګه لوړه وکړه

بريښنا صابر | فرانس پريس
۱۴۰۳ بهمن ۱, دوشنبه

دونالد ترمپ په واشنګټن کې د يو لړ مراسمو په ترڅ کې د امريکا متحده ایالاتو د ۴۷ ولسمشر په توګه لوړه وکړه. نوموړي په خپله وينا کې وويل چې امريکا به يو ځل بيا د نړيوالو د اعتبار او درناوي وړ وګرځوي.

دونالد ترمپ
د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپانځور: Julia Demaree Nikhinson/AP/dpa/picture alliance

 دونالد ترمپ نن، دوشنبه (د ۲۰۲۵م کال د جنوري ۲۰) د امريکا متحده ايالاتو د ۴۷ ولسمشر په توګه لوړه وکړه او په دې توګه په دويم ځل د امريکا ولسمشر شو. د نوموړي تر مخه یې مرستيال ډي جي وينس، لوړه وکړه.

 نوي ولسمشر دونالد ترمپ، په دې ترڅ کې په خپله وينا کې وويل چې يو ځل بيا به هېواد په نړۍ کې د خلکو له خوا د اعتبار وړ وګرځوي او دغه هېواد به ستر او قوي شي. ترمپ وويل: »د امريکا طلايي عصر اوس پېليږي. سر له نننې ورځې به زموږ هېواد وده وکړي او په ټوله نړۍ کې د درناوي وړ وګرځي.«

اړونده موضوع: د لوړي تر مراسمو مخکي خپلو پلويانو ته د ترمپ وینا

ترمپ په خپله وينا کې د غير قانوني کډوال يادونه هم وکړه. نوموړي وويل چې «په ميليونو ميليونو» هغه کډوال به اخراج کړي چې په امريکا کې د اوسيدو قانوني اسناد نه لري.

ترمپ وويل: «زه به د هېواد په جنوبي سرحد کې بيړني وضعيت اعلان کړم. غير قانوي داخليدل به په سملاسي توګه ودريږي او موږ به په ميليونو هغه کسان چې جرمونه یې ترسره کړي دي، بیرته هغو ځایونو ته وليږدوو له کومه ځایه چې راغلي دي.»

نوموړي په نوامبر میاشت کې د ولسمشرۍ په ټاکنو کې د ديموکرات ګوند د ولسمشرۍ څوکۍ نوماندې کاملا هريس، ته ماتې ورکړې وه.

د لوړې په دې مراسمو کې د سختې يخنۍ له کبله د کانګرس په ودانۍ کې دننه ترسره شول، پر جو بایدن، او هغه د مرستيالې کمالا هريس، سربیره د امريکا متحده ایالاتو پخوانيو ولسمشرانو بل کلنتن، جارج ډبليو بوش او بارک اوباما له خپلو میرمنو سره برخه اخیستې وه.

پر دې سربیره په دې مراسمو کې د تکنالوژۍ د برخې مخکښ شخصيت ايلن ماسک، د امازون شرکت مشر جيف بیزوس او د ميتا مشر مارک زاکربرګ هم ګدون کړی وو.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل