دونالد ترمپ د «ترهګرو» پر یوې کښتۍ د برید امر کړی
۱۴۰۴ شهریور ۲۹, شنبه
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ د جمعې (د سپټمبر ۱۹ نیټه) په ماښام پخپله ټولنیزه شبکه «تروت سوشیال» کې اعلان وکړ چې په هغو عملیاتو کې چې د دغه هیواد د پوځ له خوا ترسره شوي د «مخدره موادو درې ترهګر» وژل شوي دي.
د امریکا ولسمشر د پخوانیو بریدونو برخلاف د دې پيښې ځای ته اشاره نه ده کړې. تر دې مخکې د امریکا بریدونه د ونزیویلا سواحلو ته نږدې ترسره شوي وو.
دونالد ترمپ ویلي چې دغه برید د قوماندې په سویلي حوزه (Southern Command) کې ترسره شوی دی؛ هغه سیمه چې مرکزي امریکا، سویلي امریکا او کارائیب په کې شاملیږي.
نوموړي بې له دې چې د برید وخت ته اشاره وکړي ویلي چې د امریکا استخباراتي سازمانونو دا تاییده کړې چې دغه کښتۍ «د امریکا د خلکو د مسموم کولو له پاره د قاچاق په یوه له پيژندل شوو مسیرونو» کې د مخدره موادو د لیږد په حال کې وه.
په ورته وخت کې د امریکا ولسمشر یوه یوه دقیقه اي ویډیو هم خپره کړې ده چې پر یوې کښتۍ برید په کې ښودل شوی دی.
د ترمپ په وینا دغه کښتۍ له یوې ترهګرې ډلې سره په ارتباط کې وه. نوموړي هیڅ کومې ترهګرې ډلې ته اشاره نه ده کړې، خو لیکلي یې دي «د مخدره موادو درې ترهګر» په دې کښتۍ کې موجود ول چې د برید پر مهال وژل شوي دي. کښتۍ په بین المللي اوبو کې وه او امریکايي ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی.
امریکا متحده ایالاتو په دې وروستیو کې د کارائیب سیمې ته جنګي بیړۍ استولي دي او دغه اقدام یې له نشه یې موادو د قاچاق له بانډونو سره د مبارزې یوه برخه بللې ده.
ترمپ په تروت سوشیال کې د خپل پيغام په پای کې د فنتانیل، مخدره او غیر قانوني موادواو د امریکا د خلکو پر وړاندې د ترهګریزو اقداماتو د بندولو غوښتنه کړې ده.
امریکا مخکې تر دې هم د مخدره موادو پر شکمنو کښتیو بریدونه کړي دي. په پخوانیو بریدونو کې د ونزیویلا هیواد ته اشاره شوې وه، خو دا وار د هیڅ کوم هیواد نوم نه دی اخیستل شوی.
د امریکا او ویزیویلا ترمنځ د کړکیچ زیاتیدل
د دغو بریدونو په پایله کې د امریکا او ونزیویلا ترمنځ کړکیچ زیات شوی دی. د ترمپ حکومت د ونزیویلا پر ولسمشر نیکولاس مادورو تور لګوي چې د مخدره موادو د قاچاق د یوه بانډ مشري کوي او په مخدره موادو کې د امریکا د ډوبولو هڅه کوي.
امریکا تر خپل حاکمیت لاندې د پورتوریکو سیمې ته هم جنګي بیړۍ استولي دي. مادورو هم د «امریکا دغه نظامي اقدامات په تیره یوه پیړۍ کې د لاتین امریکا له پاره تر ټولو ستر ګواښ» بللی دی.
ونزیویلا له ایران او حزب الله سره ډیرې نږدې اړیکې لري.
نیکولاس مادورو چې ټول اختیارات یې په خپل لاس کې نیولي او پر ونزیویلا حکومت کوي، د امریکا او اروپا له خوا د دغه هیواد د یوه مشروع ولسمشر په توګه په رسمیت نه دی پيژندل شوی. نوموړی د امریکا په ګاونډیو هیوادونو کې هم دیپلوماتیک متحد نه لري.
سربیره پر دې، د امریکا حکومت د هغو معلوماتو له پاره چې د نیکولاس مادورو د نیول کیدو سبب شي جایزه دوه برابره؟، یعنې ۵۰ میلیونه ډالرو ته رسولې ده.