1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
رسنۍ

دونالد ترمپ سپي ته د مډال ورکولو فوتوشاپ شوی انځور خپور کړی

۱۳۹۸ آبان ۹, پنجشنبه

د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر د داعش ډلې مشر ابوبکر البغدادي، د وژنې په عملیاتو کې د ټپي شوي سپي ډیره ستاینه کړې، خو هغه تیره ورځ یو داسې فوتوشاپ شوی انځور خپور کړ چې د عسکر پر ځای پکې دې سپي ته مډال ورکوي.

Trump verkündet Tod von IS-Anführer Al-Bagdadi
انځور: Reuters/J. Roberts

د ولسمشر دونالد ترمپ په ګډون ډیرو امریکایي چارواکو د هغه سپي ستاینه کړې ده چې د ابوبکر البغدادي، د وژلو په عملیاتو کې یې ونډه لرله او ټپي شوی وو.

سپینې ماڼۍ لومړی د دې سپې انځور خپور کړ خو د هغه نوم او نور جزئیات یې بربنډ نه کړل ځکه کیدای شي له مخې یې هغه ځواکونه چې د البغدادي پر ضد یې عملیات کړي وو، افشا شي.

خو ولسمشر دونالد ترمپ، تیره ورځ داسې یو غیر عادي کار وکړ چې ښايي تر اوسه پورې کوم بل امریکایي ولسمشر نه وي کړی.

هغه پر خپل رسمي تویتر پاڼې باندې داسې یو انځور خپور کړ چې په اصل کې د ده له خوا یوه امریکایي پوځي ته د مډال ورکول دی. خو د ترمپ له خوا په تازه خپاره شوي انځور کې د امریکايي پوځي پر ځای د سپي انځور اچول شوی او پکې ښوول کیږي چې ترمپ همدې سپي ته مډال ورکوي. ترمپ د انځور پر سر لیکلي دي: «امریکایي اتل!»

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب