1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دوه سوه کاله مخکې وژل شوي عسکر اوس ښخیږي

۱۳۹۹ بهمن ۲۶, یکشنبه

په ۱۸۱۲م کال کې د مشهور فرانسوي جنرال ناپیلیون په دور کې په یوه جګړه کې د وژل شوو فرانسوي او روسي سرتیرو د ښخولو وروستي مراسم د ۲۰۲۱م کال د فبرورۍ په ۱۳ نیټه ترسره شول. خو ولې اوس؟

Napoleon Bonaparte
انځور: imago images

د شنبې په ورځ (د فبرورۍ میاشتې ۱۳ نیټه) د روسیې په لویدیځ یوه کوچني ښار ویازما کې د ۱۲۶ تنو د تدفین وروستي مراسم ترسره شول. د ۱۲۰ تنو فرانسوي او روسي عسکرو تر څنګ د درې ښځو او درې نابالغه کسانو د جسدونو پاتې شونې په تابونو کې ایښودل شوي وو.

له پلازمېنې مسکو څخه شاوخوا ۲۰۰ کیلومتره لویدیځ خواته په دې ښار کې چې د تودوخې درجه منفي ۱۵ او شدیدې واورې وریدلې، د دغو وژل شوو کسانو د مړو باقایا د پوځي ګارد او باجه خانې په بدرقه کې په ډیر درناوي سره خاورو ته وسپارل شول او وروسته بیا توپونه فیر شول.

ولی ځانګړي مراسم؟

د دغو مراسمو په ترڅ کې په ۱۹ پيړۍ کې د هغو روسي او فرانسوي پوځیانو جسدونه په نمونه یي شکل دوباره خاورو ته وسپارل شول چې د ۱۸۱۲م کال په جګړه کې وژل شوي وو.

فرانسوي پوځي قوماندان ناپیلیون بوناپارت په مسکو کې تر شاتګ وروسته د بیرته ستنیدو په حال کې وو چې د ۱۸۱۲م کال د نومبر په ۳ نیټه د ویازما جګړه رامنځته شوه او دغه ټول کسان په کې ووژل شول. دا هغه وخت وو چې د ناپيلیون عسکرو له روسیې څخه نوی پرشاتګ پیل کړی وو.

د روسیې او فرانسې لرغون پيژندونکو په ۲۰۱۹م کال کې له یوه ډله ایز قبر څخه د ویازما په جګړه کې د وژل شوو کسانو جسدونه موندلې وو. په دوی کې ۱۲۰ تنه پوځیان، ۳ تنه ښځې چې ټپیانو ته به یې طبي مرستې رسولې او ۳ ډوهل غږوونکي تنکي ځوانانو وو. د دوی ښخول یوازې یو نمونه یي عمل وو.

د تعمیراتي کار په جریان کې کله چې دغه ډله ایز قبر وموندل شو، نو په لومړي سر کې فکر کېده چې دا به د دویمې نړیوالې جګړې کوم اجتماعي قبر وي. خو د پوځیانو د بدن د پاتې شونو او پر یونیفورمونو لګول شوو نښانونو څخه معلومه شوه چې دوی د فرانسوي پوځ د ۳۰ او روسي پوځ د ۵۵ پلي ځواکونو غړي وو چې دا ټول د ویازما په جګړه کې وژل شوي وو.

روسي فیلد مارشال میخائیل کوتوزوف په خپل هیواد کې ملي اتل ګڼل کیږي. نوموړي د ناپیلیون د عسکرو په مقابل کې په جګړه کې کلیدي رول لوبولی وو. په ویازما کې د شنبې ورځې په مراسمو کې د هغه د کورنۍ یوه ښځینه غړې هم ګډون کړی وو. همدارنګه په ګډون کونکو کې شهزاده یوآخم مورات، هم شامل وو چې د ناپيلیون د تر ټولو مشهور مارشال په کورنۍ پورې اړه لري.

د ویازما د جګړې د قربانیانو د بدن پاتې شونې له یوه ډله ایز قبر څخه ترلاسه شوي وو. پیئر میلنووسکي چې د دې پروسې مشري یې کوله وویل چې په نني (شنبې ورځې) مراسمو کې د دغې شخړې د مرکزي اړخو اوسني نسل د تفاهم څرګندولو په هدف ګډون کړی دی.

آژانسونه: ش.ن/ خ.ح

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب