گوتیریش د دوشنبه په ورځ (اپریل ۱۴ مه) پرته له دې چي د وسلو د انتقال کوونکو هیوادونو نوم واخلي، څرگنده کړه: «له بهر څخه ملاتړ او د وسلو لیږدول باید په ټپه ودریږي.»
نوموړي له هغو کسانو څخه چې په جګړه کې ښکیلو خواوو باندې "تر ټولو لوی نفوذ" لري وغوښتل چې هغه "د سوډان د خلکو د ژوند د ښه کولو له پاره وکاروي - او نه د دې ناورین د دوام له پاره."
گوتیریش څرگنده کړه: «یوازینۍ لار چي د ملکي کسانو ژوند خوندي کولای سي، هغه دا ده چي دغه بې معنی شخړه پای ته ورسول سي.»
په سوډان کي له دوو کلونو راهیسي، د پوځ د مشر فتح ال برهان او د RSF ملیشو د قوماندان محمد حمدان داګلو، د ځواکونو تر منځ د واک پرسر خونړۍ نښتې روانې دي. دغه نښتې د ۲۰۲۳ م کال د اپریل پر ۱۵مه پیل سوي دي.
د نوموړي هیواد شمال او ختیځ د پوځي حکومت تر کنترول لاندي دی. د RSF ملیشې د هیواد په جنوب کي پراخه سیمه او د دارفور تقریباً ټوله لویدیځه برخه کنترولوي.
د ملگرو ملتونو په حواله تر اوسه پوري په لسونو زره انسانان وژل سوي او څه د پاسه ۱۲ میلیونه انسانان تیښتې ته مجبوره سوي دي. هم پر پوځ او هم د RSF پر ملېشو باندي د جنگي جنایتونو د سرته رسولو تورونه لگول کیږي.
سوډان ، متحده عربي امارات په دې تورنوي چي د وسلو په استولو سره د نوموړو ملېشو ملاتړ کوي. خو هم ملېشې او هم د خلیج هیوادونه دغه ډول تورونه ردوي. د ملگرو ملتونو د کارپوهانو له خوا د تازه رپوټ له مخې، د کال له پیل راهیسې، له ابوظبي څخه د چاد له لارې دارفور ته د وسلو د لیږد په اړه پخواني رپوټونه تائید سوي نه دي.
خو د نوموړو معلوماتو له مخې دغه وسلې له لیبیا څخه سوډان ته استول سوي دي. د ملگرو ملتونو کارپوهانو څرگنده کړې ده چي سربیره پردې په گاونډیو هیوادونو لکه چاد، لیبیا او د مرکزي افریقا په جمهوریت کي جنگیالي استخدام سوي او جنوبي سوډان ته استول سوي دي. همدارنگه داسې باوري تورونه هم موجود دي چي د کولمبیا اجیران د ملېشو په څنگ کې جنگیږي.
د سه شنبه په ورځ (اپریل ۱۵ مه) په لندن کي د سوډان د وضعیت په هکله یوه غونډه جوړیږي. د ۱۷ هېوادونو او پنځو نړیوالو سازمانونو په گډون دغي غونډي کوربه توب د بریتانیا، جرمني، فرانسې، اروپايي ټولنې او افریقایي ټولنې له خوا کیږي. ويل کيږي چي تر اوسه پوري دواړي غاړي دې ته نه دي تياري سوي چي د خبرو اترو مېز ته کښېني.
له دوو اونیو راهیسې په سوډان کې سخته جګړه روانه ده او رامنځ ته شوی اوربند نه دی مراعات شوی. د یکشنبې په ورځ د لومړي ځل له پاره د سوډان د د خلکو له پاره د سره صلیب مرستې دغه هیواد ته ورسیدې.
انځور: EL TAYEB SIDDIG/REUTERSد ناروغانو او ټپيانو له پاره درمل
د سره صلیب نړیوالې کمیټې اعلان وکړ چې اته ټنه ژوند ژغورونکي طبي توکي په یوه مرستندویه الوتنه کې د بورسوډان ښار ته واستول شول. په دې مرستو کې د جراحي وسایل، د بې هوښۍ دارو او د زخمونو بنداژونه شامل دي. دا انځور د اردن په پلازمینه کې له الوتنې مخکې د دغو مرستو د موادو باریدل ښيي.
انځور: ICRC/AFPد روغتیايي "ناورین" په درشل کې
دروغتيا نړیوال سازمان د اټکل له مخې، د جګړو دوام ته په پام سره، سوډان د صحي مراقبت له نظره د یوه "ناورین" په درشل کې دی. دغه سازمان ویلي دي چې د شخړو له پیل څخه مخکې هم د سوډان روغتیايي سیستم له ډیرو بحرانونو سره مخامخ وو.
انځور: Str/REUTERSاوربند، لږ تر لږه د کاغذ پر مخ
په سوډان کې د جګړې ښکېلو اړخونو یو ځل بیا د ماتيدونکي اوربند پر غځولو توافق کړی دی. اردو او د چټک ملاتړ ځواکونو (آر اف اس) په نوم ملیشه یي ډلې تائید کړې ده چې اوربند باید لږ تر لږه د چهارشنبې تر شپې پورې دوام پیدا کړي. د دوی په وینا د امریکا متحده ایالاتو او سعودي عربستان په نوښت د اوربند د بیا غځولو هوکړه شوې ده.
انځور: Omer Erdem/AA/picture allianceد بشري وضعيت په اړه انديښنې
ملګرو ملتونو په سوډان کې له یوه ناورین څخه خبرداری ورکړی دی. د ملګرو ملتونو د بشري مرستو مشر مارتین ګریفیتس د شنبې په ماښام ټویټ وکړ، چې په سوډان کې بشري وضعیت خورا خراب شوی دی. د اوربند پر تمدید سربیره د دوشنبې په ورځ هم په خرطوم کې د نښتو رپوټونه ورکړل شوي دي.
انځور: AFPملکي خلک د ښکيلو اړخونو ترمنځ بند پاتي دي
د اپریل په ۱۵ د جنرالانو تر منځ د واک پر سر مبارزې زور واخیست او پایله یې وسله واله نښته شوه. هیڅوک نه پوهیږي چې تر اوسه په دې جګړه کې څومره کسان وژل شوي دي. د رسمي معلوماتو له مخې تر اوسه شاوخوا ۵۰۰ کسان وژل شوي او ۴۳۰۰ بیا ټپیان شوي دي. اصلي ارقام ښایي له دې څخه ډیر لوړ وي. د خوړو نړیوال پروګرام اړ شو، چې په دغه هیواد کې د ۶،۷ میلیونه کسانو ملاتړ ودروي.
انځور: -/AFPپه زرګونو خلک د تيښتې په حال کي دي
سوډان د نړۍ یو له بې وزلو هیوادونو څخه دی. خلک یې باید له جګړې څخه د تېښتې له پاره پیسې او پر لاره د تلو توان ولري. ډیری خلک د خوندیتوب په لټه کې د چاد په څیر ګاونډیو هیوادونو ته تللي، لکه په پورتني انځور کې چې لیدل کیږي. بې ځایه شوي کسان د خوړو نړیوال پروګرام څخه د مرستې ترلاسه کولو له پاره په کتار کې ولاړ دي.
انځور: Mahamat Ramadane/REUTERSډیری هیوادونو خپل اتباع له سوډان څخه ایستلي دي. په دې کښتۍ کې شاوخوا ۱۹۰۰ کسان د سور سمندر له لارې د سعودي عربستان جده بندري ښار ته لېږدول شوي وو. د بېلګې په توګه د چين، پاکستان او برازيل زيات شمېر اتباع د سمندر له لارې له دغه هېواده وتلي دي.
انځور: Fayez Nureldine/AFPهغه کسان چې کولی یې شول، د الوتکو په واسطه له دغه هیواد ووتل. په ځانګړې توګه لویدیځو هیوادونو لکه اروپایي او شمالي امریکا هیوادونو خپل اتباع له سوډان څخه د الوتکو په واسطه وایستل.
انځور: Arron Hoare/UK MOD/Handout via REUTERSدغه چینايي وګړی د چین د پوځ د سمندري بېړۍ په واسطه سعودي عربستان ته ولېږدول شو. په ورته وخت کې د سوډان خلک پر شخړو سربیره له بشري بحران سره مخامخ دي، چې کولی شي ټوله سیمه اغیزمنه کړي.
انځور: Wang Haizhou/Xinhua/picture alliance له نړیوالې ټولنې څخه د اقدام غوښتنه
د سوډان ډيرې وګړو د ځواکمنو صنعتي هیوادونو څخه د غبرګون ښوولو غوښتنه کړې ده. فعالانو په واشنګټن کې د سپینې ماڼۍ مخې ته مظاهره وکړه او د امریکا متحدو ایالاتو د مداخلې او په سوډان کې د خونړیو شخړو په پای ته رسولو کې یې د نقش لوبولو غوښتنه وکړه.
انځور: AFP