دوه کښتۍ له ۵۰۰ مهاجرو سره د مدیترانې په اوبو کې سرګردانه دي
۱۳۹۸ مرداد ۲۲, سهشنبهد «اوسيان ويکينګ» ژغورونکې کښتۍ په ډيرې سختۍ وتوانيده چې په یوې بلې کښتۍ کې سپاره مهاجر له ډوبيدو څخه بچ کړي. اوسيان ويکينګ د ليبيا ساحل څخه ۴۰ مايله لرې په داسې حال کې دغه مهاجر وژغورل چې کښتۍ يې د ډوبيدو په حال کې وه. ژغورل شوي کسان ټول نارينه او ډیری یې سوډانيان دي. په دې ډله کې ۲۹ تنه تر اتلسو کلونو د کم عمر لرونکي کسان هم شامل دي.
دا د اوسيان ویکينګ کښتۍ څلورم عمليات دی. اوس دغې کښتۍ ته د پورته شویو مهاجرو شمير ۳۵۶ ته رسيدلی، په داسې حال کې چې دغه کښتۍ په اصل کې د ۲۰۰ کسانو ظرفيت لري. اوسيان ويکينګ اوس په مديترانې سمندرګي کې د انتظار په حا ل کې ده او هڅه کوي چې د دغو مهاجرو د ښکته کولو له پاره يو امن بندر وموندي.
د دغې کښتۍ چارې دوه مرستندويه سازمانونه، «اس او اس مديترانه» او بې پولې داکتران په ګډه پر مخ وړي.
د «اوپن آرمز» کښتۍ له لسو ورځو راهيسې په انتظار کې ده
د مالتا چارواکو چې د اوسيان ويکينګ کښتۍ ورسره د عمليات له پيل څخه دمخه اړيکه نيوله وه، اجازه نه وه ورکړې چې مهاجر يې په خاوره کې کوز شي. خو په عين وخت کې دغه هيواد د شنبې په ورځ وويل چې د يوې بلې کښتۍ «اوپن آرمز» ۳۹ مهاجر مني. په دغې کښتۍ کې اوس مهال ۱۵۰ تنه ژغورل شوي مهاجر سپاره دي چې د لسو ورځو راهيسې د انتظار په حال کې دي.
د ايتاليا د کورنيو چارو وزير ماتئو سالويني چې د ښي اړخي ليګا ګوند غړی دی او د مهاجرو ضد سياست تعقيبوي، يو ځل بيا ګواښ کړی او ویلي یې دي: «د ايټاليا د اوبو حريم ته د دواړو کښتيو داخليدل په مطلقه توګه ممنوع دی.»
اوس داسې هيلې موجودي دي چې د ژغورل شویو مهاجرو دغه دوه کښتۍ به وشي کړای د فرانسې، هسپانيا او يا ناروې هيواد په بندرونو کې مهاجر کوز کړي.
ks/ms (afp, ap, dpa)