د آلمان هامبورګ ښار ته نزدې د «سیرینګیتي ژوبڼ» یو ۲۴ کلن ساتونکی اوس د زمریانو له خوا د ټپي کيدو له کبله تر درملني لاندي دی. د ژوبڼ ساتونکو د یکشنبې په ورځ ویلي چې د دغه ساتونکي ژوند له خطر سره مخامخ نه دی.
د ژوبڼ مشر فبریزیو زیپې، خبریالانو ته ویلي دي: «موږ کوولی شو ووایو چې دا یوه معجزه ده چې زموږ دغه ځوان همکار اوس هم ژوندی دی.»
د شنبې په ورځ د ژوبڼ تر پرانیستل کیدو لږ مخکې، دغه ځوان ساتونکی د زمريانو د ساتلو ځای ته ننوت. په دې وخت زمریانو هغه غوښه خوړله چې ورته اچول شوې وه. لا تر اوسه پورې روښانه نه ده چې ولې دغه کس د زمريانو د ساتلو ځای ته ننوتی دی.
خو لومړنۍ څیړنې ښيي چې هغه غوښتل د ژوبڼ تر پرانیستل کیدو مخکې د کټارو د کنترول بهیر بشپړ کړي. د ژوبڼ ساتونکي په نورمال حالت کې یوازې هغه وخت د زمريانو د ساتلو ځای ته ننوځي چې هغوی په خپلو قفسونو کې وي.
د «بیلد» ورځپاڼې په حواله دغو دوو زمريانو چې له نورو بیل په یوه جلا ځای کې ساتل کیدل د ژوبڼ د ساتونکې تر لیدو وروسته پر هغه باندې برید وکړ او هغه يې پر لاس، پښه او سینه باندي و واړی.
زیپې ویلي دي: «دغو ژوو هغه څو ځلې داړلی دی [...] د ژوبڼ دوو نورو ساتونکو خپل همکار وژغوره او زمریان یې وشړل.»
پولیسو ویلي دي چې قرباني په یوه څرخي الوتکه کې روغتون ته ولیږدول شو او تر برید وروسته پر هوښ کې وو او خبرې یې کولی شوای. روغتون ته په رسیدو سره پر هغه باندې یو پنځه ساعته عملیات ترسره شوی او تمه کیږي چې د وخت په تیریدو سره په بشپړه توګه روغ شي.
(ms/nz (AFP, AP, dpa
له ارشیف څخه:
د تفليس د ژوبڼ حيوانات سړکونو ته راوتلي
د گرجستان د پلازمېني تفليس د ژوبڼ زمريان، پړانگان، خرسان او نور حيوانات له هغه وروسته د ښار سړکونو ته راووتل چي تېز باران او سېل ئې دساتلو د ځايونو ديوالونه چپه کړل. دغه سېل تر اوسه ۱۲ انسانان وژلي دي. انځور: Reuters/B. Gulashvili د گرجستان د مرکز تفليس ښار ژوبڼ نزدې ټوله نړېدلی دئ. ويل کیږي چي شپږو پړانگانو، اتو خرسانو او شپږو زمريانو د دغه ښار کوڅو ته ځانونه روسلي دي.
انځور: Reuters/B. Gulashvili په تفلس کي تېز باران او تر هغه وروسته سېل نزدې ۱۲ انسانان وژلي دي او ۱۰ کسان تر اوسه ورک دي. دولتي چارواکو له خلکو څخه غوښتي دي چي په خپلو کوڅو کي پاته سي، ځکه تر اوسه لا څو وحشي حيوانات په کوڅو کي گرځي.
انځور: Reuters/I. Gedenidze د گرجستان ځانگړي ځواکونه او د تفليس ښار پوليس له ژوبڼ څخه د تښتېدلو سرموښانو د ښکار مسئوليت اخيستی دئ. نور حيوانات په داسي مرميو ويشل کيږي چي بې هوښه سي او وروسته ئې خوندي ځايونو ته انتقال کړي.
انځور: Reuters/B. Gulashvili د تفليس له ژوبڼه اته خرسان هم په دې توانېدلي دي چي د ښار کوڅو ته ځانونه ورسوي. که څه هم ډېر حيوانات بيرته نيول سوي او خوندي ځايونو ته انتقال سوي دي، خو بيا هم ډېر حيوانات لا د ښار پر سړکانو گرځي. يو خرس د يوه کور کړکۍ ته پورته سوی.
انځور: Reuters/Georgian Prime Minister`s Office/B. Gulashvili د تفليس پوليس توانېدلي چي يو خرس د تلفيس ښار په زړه د سېل په منځ کي راگير کړي.
انځور: Reuters/Georgian Prime Minister`s Office/B. Gulashvili د تلفيس ښار په منځ کي د «کوريا» رود تر ډکېدو وروسته اوبه د دغه ښار کوڅو او بازارونو ته وبهېدلې او په لسونو کورونه يې ونړول او ډېر موټر ئې له ځانه سره وړي. د گرجستان د پلازمېني د اوسېدو ځيني سيمي له يوه مخه نړيېدلي دي.
انځور: Reuters/B. Gulashvili د سېل پر مهال ۸ کسان ووژل سول چي درې ئې د ژوبڼ کارکوونکي ول. ويل کيږي چي دغه تېز باران د تفليس ښار ته نزدې ۹ ميليونه يورو تاوان رسولی دئ.
انځور: Reuters/I. Gedenidze