1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دويچه ويله د بيان د آزادۍ جايزه بدوي ته ورکوي

سونجې ستورم۱۳۹۳ اسفند ۶, چهارشنبه

د «بيان د آزادۍ ايوارډ» په نوم د دويچه وېله سږنۍ جايزه و سعودي انټرنټي فعال او بلاګر رائف محمد بدوي ته ورکول کيږي. دا له هغه وروسته چي سعودي محکمې بدوي ته د لسو کالو بند او د ۱۰۰۰ دُرو سزا اورولې ده.

انځور: picture-alliance/empics

رائف محمد بدوي په ۲۰۰۸م کال د «الليبراليون السعوديون» يا د سعودي د آزاد خيالو په نوم یوه انټرنټ پاڼه او د بحث فوروم جوړ کړ. هغه په دغه پاڼه کي په سعودي کي د بيان د آزادۍ له پاره مطالب خپرول. نوموړی په ۲۰۱۲م کال په دې تور ونيول سو چي ګواکي د اسلام د دين سپکاوی يې کړی دی.

د ياد تور پر اساس بدوي محاکمې ته کش کړل سو او هلته هغه ته د ۱۰ کالو بند او ۱۰۰۰ دُرو سزا واورول سوه. د محکمې د حُکم پر اساس بدوي بايد هري ۷ ورځي وروسته ۵۰ دُرې ووهل سي، څو ۱۰۰۰ دُرې پوره کيږي.

په جنورۍ مياشت کي بدوي په لومړي ځل په عام محضر کي ۵۰ واري په درو ووهل سو. د په دُرو وهلو دغه صحنه په يوه موبايل تليفون فلمبرداري سوې او وروسته په انټرنټ کي خپره سوه.

په آلمان کي د سعودي سفارت مخي ته د احتجاج تر څنګ د نړۍ په يو شمېر نورو هيوادونو کي هم د بدوي په پلوي احتجاجي غونډي جوړي سوې. احتجاج کوونکو د سعودي له چارواکو څخه وغوښتل چي بدوي ژر تر ژره بېرته آزاد کړي.

«د هغه پر زړورتيا دلالت کوي»

اوس دويچه وېله بدوي ته د بيان د آزادۍ له پاره د فعاليتونو په بدل کي د «بيان د آزادۍ» د جايزې ورکولو اعلان کړی دی. دويچه وېله هر کال دغه جايزه هغو فعالانو ته ورکوي، چي د انټرنټي فعاليتونو په مرسته د بيان د آزادۍ له پاره هلي ځلي کوي.

د دويچه ويله عمومي رئيس پيتر ليمبورګ و بدوي ته د جايزې د ورکولو په تړاو وايي چي «دا د بدوي پر زړورتيا دلالت کوي چي هغه په داسي يو لانجمن هيواد، لکه سعودي کي خپل دريځ په آزاده توګه روښان کړ.» د ليمبورګ په وينا بدوي د بيان د آزادۍ له پاره پر ځان ډېر سخت عواقب منلي دي او له همدې کبله «د دغي جايزې له پاره يو غوره کس دی.»

د بدوي مېرمن انصاف حيدر په ۲۰۱۲م کال د خپل مېړه تر نيول کېدو وروسته له ماشومانو سره کاناډا ته وتښتېده. دغه مېرمن له هغه راهيسي د خپلو کوچنيانو سره په کاناډا کي ژوند کوي. هغې له دويچه ويله سره د خبرو پر وخت و خپل مېړه ته د «بيان د آزادۍ» جايزه د يو مهم سياسي سګنال په توګه تعبير کړه.

«د شرم وړ خبره ده»

انصاف حيدر بدوي د انټرنټي شبکې سکايپ له لاري له دويچه ويله سره په مرکه کي وويل: «دغه جايزه زما له پاره دا پيغام لري چي د سعودي حکومت له پاره دا د شرم خبره ده چي اوس يې هم دی بندي ساتلی دی. هغه تر اوسه ۲ کاله او ۸ مياشتي بند تېر کړی دی. دا د شرم خبره ده چي تر سعودي دباندي خلک د هغه درناوی کوي او سعودي هغه په دُرو وهي او د لسو کالو بند سزا يې ورته ټاکلې ده.»

د بدوي مېرمن هيله لري چي نړيوال غبرګونونه او تنقيد به د دې سبب سي چي بدوي ژر آزاد سي. د «بيان د آزادۍ ايوارډ» هر کال په جون مياشت کي د آنلاين نړيوالو جايزو «بابس» په ترڅ کي ورکول کيږي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب