1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

دویچه ويله په ترکېه کې د خپلو نشراتو بندیدل تائيد کړل

۱۴۰۱ تیر ۱۰, جمعه

دویچه ويله په ترکېه کې د خپلو انترنيټ پاڼو بندېدل تائيد کړي دي. دغه آلمانۍ عامه رسنۍ چې پر ۳۲ ژبو نشرات لري، ويلي دي چې د دغه کار پر وړاندې قانوني اقداماتو سره عمل کوي.

Logos | DW & VOA Türkçe

دويچه ویله د جمعې په ورځ په بن کې ومنله چې د پنجشنبې په ماښام په ترکيه کې د دغې رسنۍ د ۳۲ ژبو ټول نشرات بند شوي دي. تر دې وړاندې د ترکېې پر راډیو-تلويزيون نشراتو باندې د نظارت ادارې ويلي وو چې د دويچه ويله نشرات ېې په دغه هیواد کې بند کړي دي.

د ترکېې د راډیو-تلويزيون نشراتو د نظارت ادارې د منابعو پر اساس، ورته اقدامات همدارنګه د امريکا غږ «وې او اې» د نشراتو پر وړاندې هم شوي دي.

دویچه ویله د جمعې په ورځ (د جولای لومړۍ) وويل چې د دغې رسنۍ د نشراتو د بندولو پر وړاندې په قانوني اقداماتو سره غبرګون ښکاره کوي.

د دويچه ويله نشراتو ته د لاسرسي له پاره، د ټولنیزو شبکو کاروونکو ته يو لړ معلومات په اختیار کې ورکړل شوي دي. د ترکېې د کنټرول ادارې، څو مياشتې مخکې د دغو شبکو د انترنيتي نشراتو له پاره د جواز درخواست د وړاندې کولو غوښتنه کړې وه.

دویچه وېله په دې هکله وويل: «د ترکېې دغه درخواست ته ېې لبیک نه دی ویلی، ځکه د یوه جواز صادرول، د ترکېې حکومت ته د دويچه ويله د نشراتي کار پر محتوا د کنټرول زمينه برابروله.»

د دويچه ويله عمومي مشر، پيتر ليمبورګ، ويلي دي چې دغه مسئله ېې شخصاً د یادې ادارې رئيس ته مطرح کړې ده. د لیمبورګ په خبره، د بيلګې په توګه، جواز لرونکې رسنۍ موظفې دي چې د خپلو آنلايني نشراتو څخه هغه مطالب لرې کړي، چې د ترکيې د راډيو-تلویزيون نشراتو د نظارت اداره ېې مناسب نه ګڼي. هغه زیاته کړه: «دغه ډول یو مورد د يوې خپلواکې رسنۍ له پاره هيڅ د منلو نه ده.»

د جواز د درخواست له پاره غوښتنه، د هغو مقرراتو له مخې کيږي چې په ۲۰۱۹م کال کې په اجرا کې راغلي دي. د ترکېې محافظه کاره اسلامي حکومت، انترنيټي رسنۍ او پلاتفارمونه په پراخه توګه تر خپل نظارت لاندې لري. په ځانګړې توګه هغه پلاتفارمونو چې د انټرنيت له لارې فلمونه، ويډيوګانې او یا هم راډیويي محتواوې خپروي.

د ترکېې د رسنيو يوه لويه برخه په مستقیمه او یا هم په غیرمستقيمه توګه د دغه هیواد حکومت تر کنټرول لاندې دي. د ترکېې حکومت ته نژدې رسنۍ، په ترکيه کې د راډيو-تلويزيون خپرونو د نظارت په کميسیون کې د اکثریت غړيتوب درلودونکي دي او له ډيرو آزاديو څخه برخمنې دي.

دويچه ويله د/م.ک.ص/ن.ز.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل