ديميزير: روان کال د افغانستان لپاره ډېر مهم دی
۱۳۹۰ فروردین ۷, یکشنبهديميزير پرون په کابل کي د افغان ولسمشر حامد کرزي او د هغه د دفاع د وزير عبدالرحيم وردگ تر څنگ د ايساف د قواوؤ د امریکايي قومندان جنرال ډيويډ پېټريوس سره وليدل.
په مزاره شريف کي د ناټو د پوځونو د مرکزي مقر څخه د لېدنې پر وخت ديميزير د بهرني عسکرو څخه د هغوی د ماموريت مننه وکړه.
ديميزير افغانستان ته د سفر په دويمه ورځ کندوز ته رسېدلی دی چيري چي د الماني پوځ مرکزي مقر هم دی. هغه د سفر پر وخت وويل چي روان مېلادي کال د افغانستان د کړکېچ لپاره ډېر مهمه دی.
« موږ وينو چي سږ کال ډېر مهم دی ځکه چي د مسؤليت د لېږدولو د پېل کال دی. کومه ستراتيژي چي موږ په گډه طرحه کړې ده د هغې د پرمختگ لپاره بايد لاره هواره کړو او د مسؤليت د انتقال د پېل څخه بايد مثبتې پايلي رامنځ ته سي.»
نوموړي عسکرو ته د وينا پر مهال وويل چي روان کال د افغانستان د پاره ډير مهم دی.
ديميزير پداسي حال کي افغانستان ته سفر کوي چي د جمعې په ورځ د المان مرکزي پارلمان بنډسټاگ په افغانستان کي د الماني پوځ ماموريت د 300 نورو عسکرو په زياتولو سره پراخ کړی.
دغه عسکر به د ناټو د آواکس ډوله اکتشافي الوتکو سره په افغانستان کي کار وکړي. المان چي د ليبيا په پوځي ماموريت کي برخه نه اخلي غواړي پدې توگه د ناټو پر خپلو ملگرو په افغانستان کي فشار راکم کړي او پدې توگه هغوی د ليبيا د ماموريت لپاره زياتي آسانتياوي ولري.
احمدولي اڅکزی / آژانسونه
کتونکی: نجيب الله زيارمل