ځيني مذهبي عيسوي بنسټونه په مخ پر ډيريدونکي ډول هغه پناه غوښتونکي چې د اخراج له خطر سره مخامخ دي، په «کلیساو کې د پناه ورکولو» تر نامه لاندي قبلوي. په دې وروستيو کې د دغه شان پناه غوښتونکو شمير زیات شوی دی، چې د آلمان د کورنيو چارو وزیر يې په اړه د خبرو کولو غوښتنه کړې ده.
په ۱۹۹۰لسیزه کې په خاص ډول د پناه ورکولو قانون له سختولو وروسته په ۱۹۹۳م کې د آلمان په «کليساو کې پناه ورکول» د اوس په شان زياتوالی لاره.
په کليساګانو کې پناه غوښتني حتي په څلورمه میلادې پيړۍ کې هم شتون درلود. خو د نظام او دولتوتو په جوړيدلو سره چې پر قانون يې تکيه درلودله، دغه ډول پناه ورکولو خپل ارزښت له لاسه ورکړ او په اتلسمه او نولسمه ميلادي پيړۍ کې په ډيرو هيوادونو کې له منځه ولاړ.
د عيسويانو د هغو نوو احکامو له مخې چې په ۱۹۸۳م کال کې صادر شوي «په کلیسا کې پناه ورکول» په رسمي ډول نور شتون نه لري.
اوس په آلمان کې که چيرې يو څوک په کليسا کې کوم چاته ځاي ورکړي له معتبرو قوانینو څخه سرغړونه کوي. چارواکي کولاي شي په قانوني توګه پناه غوښتونکي له کلیساو څخه اخراج کړي. سره له دې هم په آلمان کي کلیسا ګانې «په کليسا کې پناه ورکول» د «سولې ټينګښت او په ټولنه کې د خپلو ارزښتونو ساتني» په توګه ورته اشاره کوري.
کاتوليکي اسقفانو په هغه اعلامیه کې چې په ۲۰۱۵م کال کې خپره کړه، «په کلیسا کې پناه ور کول» يې د وروستي امکان په توګه وګاڼه او خبرداری يې ورکړ چې د «ارزښت لرونکي» امکان په هکله بايد ډير دقت او پام وشي. په دغه سند کې (په کلیسا کې پناه ورکول) پرته له تاو تریخوالي له مدنيت څخه يو ډول نافرماني ښوول شوې ده.
د مهاجرت او پناه ورکولو په اړه د آلمان فدرالي اداري په کال ۲۰۱۵م کې په «کليساو کې پناه ورکولو» په اړه له کليساګانو سره توافق وکړ چې له مخې يې د کلیساګانو استازي بايد دغه امکان ولري چې د کوم يو پناه غوښتونکي دوسیه په فردي توګه يو ځلې بيا د آلمان فدرالي ادارې له خوا وڅيړل شي.
ښه به دا وي چې دغه کار مخکې له هغې تر سره شي چې يو تن د پناه غوښتونکي په توګه په کليسا کې ومنل شي. په دې وروستيو کې ډيري دغه ډول پيښې د پناه غوښتونکي په اخراج کې د ځنډيدلو سبب شوي دي.
دآلمان د کورنيو چارو وزیر د خبرو کولو غوښتونکی دی
د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديمزير په «کلیساو کې د پناه غوښتني» په هکله موضوع د بحث او خبرو وړ ګڼې. هغه رسنيزي ډلې «فونکه» ته ويلي دي چې د دغه ډول پناه ورکولو شمير د «طمعي خلاف» لوړ شوی دی.
ديمزیر ويلي دي چې فدرالې او ايالتي ادارې بايد په دې اړه له کليساګانو سره خبري وکړي. هغه زياته کړي: «کليسا کولاي شي مهربانه اووسي،خو دولت بايد پر عدالت ولاړ وي.» ديمزير يادونه کړې چې کلیساګانې بايد د توافقاتو له مخې د هرڅه په هکله دولتي مسولین خبر کړي. د هغه په خبره کليساګاني د خپلو انساني مسوليتو پر بنسټ چلند کوی، دا په داسې حال کې ده چې په دولتي څيړنو کې هم بشردوستانه اړخونه په پام کې نيول کيږي.
AG,D(S.H/N.Z(
زموږ له انځورونو څخه
د کوم هيواد په څه شمير مهاجر په خپله خوښه بيرته ستانه شوي دي؟
د مهاجرت نړيواله اداره هغو مهاجرو سره مرستي کوي چې په داوطلبانه توګه خپلو هيوادونو ته ستنيږي. په دغه انځوريز رپوټ کې به لس هغه هيوادونه وپيژنۍ چې په روان کال کې يې له دغه پروګرام AVRR څخه تر نورو زياته ګټه پورته کړې ده. انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar البانيا هغه هيواد دی چې د روان کال په لمړيو شپږو مياشتو کې يې ۴۴۲۱ تنه اتباع د مهاجرت نړيوالې ادارې د دواطلبانه بيرته ستنيدو پروګرام په چوکاټ کې خپلو هيوادونو ته ستانه شوي دي. دغه شميره په ۲۰۱۶ کال کې نژدې ۱۸ زره وو.
انځور: DW/A. Muka د روان کال په لمړيو شپږو مياشتو کې ۴ زره عراقي مهاجر په داوطلبانه توګه بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي. په ۲۰۱۶ کال کې هم دغه شميره لوړه يعنې ۱۳۰۰۰ وه. د مهاجرت نړيواله اداره د خپل دغه پروګرام له لارې مهاجرو سره په خپل هيواد کې د نوي ژوند د جوړيدو په برخه کې هم مرستې کوي.
انځور: DW/B. Svensson دريم مقام کې افريقايي هيواد ايتوپيا راځي. د ۲۰۱۷ کال په لمړيو شپږو مياشتو د دغه هيواد ۲۳۰۰ اتباع د «آي. او. ام» د اړوند مرستندويه پروګرام په چوکاټ کې په خپله خوښه بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي. په ټول ۲۰۱۶ کال کې دغه شميره ۷۰۰۰ وه.
انځور: IOM Ethiopia تيرکال څه باندې ۷ زره افغان مهاجر، د مهاجرت نړيوالې ادارې (آي. او. ام) پروګرام له لارې په خپله خوښه بیرته افغانستان ته ستانه شوي ول، خو سږکال دغه شميره لويدلې ده. د روان کال په لمړيو شپږو مياشتو کې نژدې ۲۱۰۰ تنه افغان مهاجر بيرته خپل هيواد ته په داوطلبانه توګه ستانه شوي دي.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar سږکال نژدې ۱۷۰۰ سربيايي مهاجر د مهاجرت نړيوالې ادارې په مرسته بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي. دوی په مختلفو هيوادونو کې میشت ول. تيرکال (۲۰۱۶) نژدې ۳۰۰۰ سربيايي مهاجر په خپله خوښه خپل هيواد ته ستانه شوي ول.
انځور: privat د مهاجرت نړيوالې ادارې د مرستندويه پروګرام له لارې د روان کال په لمړيو شپږو مياشتو کې ۱۵۰۰ او په ټول ۲۰۱۶ کال کې ۵۰۰۰ مقدونيايي مهاجر په خپله خوښه بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي. مقدونيه په ختيځې اروپا کې پروت هيواد دی.
انځور: picture-alliance/dpa/B. Thissen د۲۰۱۷ کال په لمړيو شپږو مياشتو کې نژدې ۱۵۰۰ پاکستاني مهاجر په خپله خوښه بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي، په داسې حال کې چې په ټول ۲۰۱۶ کال کې له دې څخه لږ يعنې ۱۲۷۸ تنه پاکستاني مهاجر خپل هيواد ته ستانه شوي ول. د تيرکال په پرتله سږنۍ شميره ډيره لوړه ده.
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar سينګالي مهاجرو هم د مهاجرت نړيوالې ادارې له AVRR پروګرام څخه ښه ګټه پورته کړې ده. یوازې د روان کال په لمړيو شپږو مياشتو کې د لويديځې افريقا دغه هيواد نژدې ۱۳۵۰ تنه اتباعو د ياد پروګرام له برکته د مهاجرت ژوند پريښی او په خپله خوښه بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي.
انځور: Reuters/L. Gnago د روان کال په لمړيو شپږو مياشتو کې نژدې ۱۳۰۰ اوکرايني مهاجر بيرته په خپله خوښه خپل هيواد ته ستانه شوي دي. اوکراين يو اروپايي هيواد دی چې روسيې سره په ګاونډ کې پروت دی. اوکراينيان د اکراين او روسيې ترمنځ د اړيکو د خرابيدو له امله اروپا ته مهاجر شوي دي.
انځور: DW روسي مهاجر هم د مهاجرت نړيوالې ادارې له AVRR پروګرام څخه ګټه پورته کوي. د روان کال په لمړيو شپږو مياشتو کې څه باندې ۱۱۵۰ تنه روسي مهاجر د دغه پروګرم په مرسته له اروپا څخه بيرته خپل هيواد ته ستانه شوي دي.
انځور: picture alliance/dpa