ديميستورا: د طالبانو سره د خبرو وخت دی
۱۳۹۰ تیر ۱۶, پنجشنبهدغه استازي د ملګرو ملتونو د امنيت د شورا په غونډه کي ويلي:« د انتقال بهير، د اورګاډۍ په څير دي او مخ په وړاندي روان دی. هري علامې ته په کتو سره پر خپله کرښه سم روان دی.»
ديميستورا ويلي چي، دا مناسب وخت دی چي د راتلونکي دولتدارۍ له پاره بنسټ کښېښودل سي، او افغانستان بايد د امنيت او دولتدارۍ چاري په خپل لاس کي واخلي.
نوموړي په افغانستان کي په تيرو څو اونيو کي د رامنځ ته سوي زورزياتيو په اړه وويل: « د افغانستان نړيوال هوټل تر بريد لاندي ونيول سو، زموږ او تاسو ډير کسان هلته ول، دا يوه ټکان ورکوونکې پيښه وه».
هغه زياته کړه دغه حملې د کابل ښار په دننه کي، په پوځي روغتون او دفاع وزارت کي هم تر سره سوي دي، کندهار او هرات هم له دغسي حملو خوندي نه دی.
خو هغه ويلي د افغانستان دولت د ياغيانو د عمل په وړاندي ټينګ پاته دی او په دې توانيدلي چي د دغه حملو په مقابل کي عمل وکړي.
هغه دغه څرګندوني د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشر بارک اوباما د هغه اعلان څخه دوې اونۍ وروسته وکړې، چي د 2012 م کال تر دوبي له افغانستان څخه د 33 زره امريکايي سرتيرو د درا ايستلو خبره يې کړې.
ديميستورا ويلي چي راتلونکي قدم به د طالبانو سره د سولي د خبرو اترو په اړه کوښښونه وي تر څو په افغانستان کي سوله او سياسي ثبات رامنځ ته سي.
هغه ويلي چي د خبرو اترو اړتيا روښانه ده، نه يوازي د پخلايني له پاره، بلکي د هغه ياغيانو د ادغام له پاره چي د دولت خلاف جنګيږي.
خو طالبانو تره ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره چي رسنيو ته ليږلې وه ويلي چي د غربيانو سره هر ډول خبري ردوي. په اعلاميه کي راغلي ول چي دوی هغه گنگوسې هم ردوي چي گواکي طالبانو د غربيانو سره خبري کړي.
اژانسونه/ سيد رياض
کتونکي: نجيب الله زيارمل