1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

ديکلوفينک درمل د زړه د ناروغی خطر زياتوي

۱۳۹۷ شهریور ۱۴, چهارشنبه

د ديکلوفينک په نوم درد آرامونکی درمل ښايي د زړه په ناروغۍ د اخته کيدو خطر ډير کړي. په ډنمارک کې څيړونکو په دې اړه نخښې نښانې موندلي دي.

Symbolbild Pillen
انځور: imago/G. Czepluch

د ډنمارک د آرهوس طبي پوهنتون څیړونکو د بيلا بيلو درد آرامونکو درملو لکه ايبوبروفين، نابروکسين، پاراسيتامول او ديکلوفينک د اغيزو په اړه څیړنې کړې او موندلې یې ده چې ديکلوفينک ډير خطرناک جانبي عوارض لري. دوی د خپلو څيړنو نتايج د «بي ايم جي» په نوم مجله کې خپاره کړي دي.

زړه ته زيان

ساينس پوهانو موندلې ده چې هغه کسان چې ديکلوفينک یې کارولي، ډيري ېې د زړه په ناروغۍ اخته شوي دي: د مثال په توگه د زړه ضربان یې بې نظمه شوی، زړه یې له کاره لويدلی، د زړه د حملې ښکار شوي او يا هم فلج شوي دي. پر ښځو او نارينه وو یې اغيز یو ډول دی او په سن پورې اړه نه لري او دا هم بې تفاوته ده چې دا درمل ډير او که کم کارول شوي دي.

ديکلوفينک د التهاب ضد غير سترويدي درمل دي چې زياتره وخت ترې د درد د آرامولو په موخه استفعاده کيږي. د سترويدي درملو په مقابل کې دا کم جانبي عوارض لري خو کارپوهانو بيا موندلې ده چې د سترويدي درملو له جملې څخه ديکلوفينک د زړه په مرض د مړينې خطر زياتوي.

پاراسيتامول او نور درد آرامونکي درمل هم پر معده او کولمو ناوړه اغیز کويانځور: Colourbox/J. Pavlinec

د ايبوبروفين سره که پرتله کړای شي او همدا راز پاراسيتامول چې هغه هم غير سترويدي درمل دي، د دیکلوفينک د کارولو سره ښايي د معدې او کولمو د خونريزۍ خطر هم زيات شي.

دا څيړنه په ډنمارک کې د کابو ۶،۳ ميليونه انسانانو د ثبتو معلوماتو پر بنسټ شوې ده. د څيړنې گډونوالو له ۱۹۹۶م کال څخه تر ۲۰۱۶م کال پوري ديکلوفينک او يا نور غير سترويدي درمل يا پاراسيتامول کارولي ول.

دا څيړنه د نورو ورته څيړنو په پرتله ډيره ستره او پراخه وه. خو کارپوهان بيا هم ټينگار کوي چې سړی نه شي کولای دا څيړنه د يوې وروستۍ پايلې په توگه ومني، ځکه دا يوازې د مشاهدې پر بنسټ شوی ده. سربيره پر دې دا غير اخلاقي کار دی چې درد آرامونکي درمل پر انسانانو تجربه شي.

Katharina Peetz (B.S/N.Z)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل