دیموکراتانو په کانګرس کې د استازو مجلس مشري پیل کړه
۱۳۹۷ دی ۱۴, جمعهد امریکا متحده ایالاتو کانګرس خپله نوې کاري دوره پیل کړه. خو له یوه لوی بدلون سره: د استازو په مجلس کې دیموکراتان اکثریت دي او له همدې کبله د دې مجلس مشرتوب هم دې ګوند ته وسپارل شو. په دې ترتیب سره نو د دیموکرات ګوند لوړپوړي غړي ننسي پلوسي، د مجلس مشره وټاکل شوه. ننسي چې دا دویم ځل دی د مجلس مشري پر غاړه اخلي، د مشرې په توګه په خپله لومړۍ بیانیه کې تینګار وکړ چې په مخکې سخت کار دی.
ننسي وویل: «موږ په دې غلط فهمي که نه یو چې کار به مو اسانه وي او یا دا چې دلته موږ ټول حاضر کسان به تل سره موافق یو. خو راځۍ چې ټول ژمنه وکړو چې آن د نه تفاهم په صورت کې یو د بل او حقیقت درناوی وکړو.»
د استازو په خونه کې د دیموکراتانو اکثریت په دې معنی دي چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر دونالد ترمپ، به هم د پخوا په شان په حکومتوالي کې آزاد لاس و نه لري. اوس نو هغه د بودجي او قوانینو د تصویب په برخه کې باید د استازو مجلس موافقه ترلاسه کړي.
د نوي مجلس کار لا وختي په سختو شرایطو کې پیل شوی دی. د استازو په مجلس کې د دیموکرات ګوند استازي نه غواړي د ترمپ ادارې د بودجې هغه وړاندیزې تصویب کړي چې پکښې له مکسیکو سره د امریکا پر پوله د یوه دیوال جوړولو له پاره پیسې په پام کې نیولې شوې دي.
دونالد ترمپ چې د انتخاباتي مبارزاتو له پیل راهیسې د دغه دیوال جوړولو ژمني کوي، بیا ټینګار کوي چې د دیوال له تمویل پرته به د بودجې بل وړاندېز د استازو مجلس ته وړاندې نه کړي.
د همدې مخالفت له کبله بودجه پر خپل وخت نه ده تصویب شوې او اوس د امریکا متحده ایالاتو د حکومت ځینې ادارې یا تړلي دي او یا یې هم کارکوونکې معاشونه نه ترلاسه کوي.
د امریکا متحدو ایالاتو دولت راتلونکی کار ښايي له دې کبله هم ستونزمن وي چې دیموکراتان د ګانګرس په دواړو خونو کې اکثریت نه لري. اوس هم د سنا مجلس کنترول د دونالد ترمپ ګوند یعني جمهوري غوښتونکو په لاس کې دی. دا په دې معنی ده چې د قوانینو او بودجې د تصویب په برخه کې یو ګوند هم نه شي کولای چې په یوازیتوب پریکړه وکړي.
خو په داسې حال کې چې د کانګرس پیل له کاري ستونزو سره مل وو، بیا هم دغه دوره تاریخي بلل کیږي. دا ځکه چې د کانګرس اوسني استازي د امریکا متحده ایالاتو په تاریخ کې تر بل هر وخت متنوع دي.
په دې دوره کې سل نوي استازي د لوړي مراسم ترسره کوي چې ځینې یې د امریکا په اقلیتونو پورې تړاو لري. په دې دوره د لومړي ځل له پاره یوه مسلمانه ښخه د استازو د مجلس د غړي په توګه خپل کار پیلوي. په دې دوره کې د ښځو استازو شمیر ۱۰۲ تنو ته رسیدلی چې دا د امریکا د کانګرس په تاریخ کې د ښځینه استازو تر ټولو لوړ شمیر دی.