1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستامریکا متحده ایالات

دیموکراتانو د کماله هرېس د نوماندۍ پراخ ملاتړ کړی دی

۱۴۰۳ مرداد ۱, دوشنبه

د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې له نوماندۍ څخه د جو بایډن تر تيريدني وروسته د دیموکراتانو ګوند ډېرو چارواکو او څیرو د کماله هرېس د نوماندۍ بشپړ ملاتړ اعلان کړی دی.

USA Wahlkampf Demokraten Vizepräsidentin Kamala Harris
کماله هرېس د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته نوماندهانځور: Brendan McDermid/REUTERS

د امریکا متحده ایالاتو په ټولو ایالتونو کې د دیموکرات ګوند مشرانو، والیانو او د دې ګوند ډېرو شخصیتونو د کماله هریس د نوماندۍ ملاتړ کړی دی. د دوی په منځ کې یو شمیر داسې څیرې هم لیدل کیږي چې له هغوی څخه د احتمالي نوماندانو په توګه یادونه کیدله او ممکن وو چې یو وخت د جو بایډن ځای ناستی شي.

د کالیفورنیا والي ګوین نیوسام چې ځینو هغه د بایډن ځای ناستی ګاڼه، په ایکس شبکه کې د یوه پيغام په خپرولو سره د کماله هرېس ملاتړ اعلان کړی دی: «سخت ګیره، زړوره او هوډمنده. د دې خبرې په پام کې نیولو سره چې زموږ دیموکراسۍ په خطر کې لویدلې ده او همدارنګه زموږ په نا مطمینه راتلونکي کې بل داسي هیڅوک نشته چې وکولی شي د ډونالډ ترمپ له تیاره نظرونو او تصوراتو سره مقابله وکړي او زموږ هیواد د یوه بهتره مسیر پر لور رهبري کړي.»

د نیوسام اشاره د کماله هرېس فعالیتونو ته د کالیفورنیا ایالت د لوی څارنوالې په توګه او همدارنګه په ځینو قضیو کې د ترمپ محکومیتونو ته ده.

د پنسلوانیا ایالت والي جاش شاپیرو، هم ویلي دي چې د کماله هریس د نوماندۍ په برخه کې به په خپل ټول قوت سره هڅې وکړي. پنسلوانیا د هغو ایالتونو له جملې څخه دی چیرې چې د ټاکنیزو کمپاینونو په جریان کې د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو ترمنځ سخت رقابتونه روان دي. د شمالي کارولینا والي روی کوپر، هم له هرېس څخه خپل ملاتړ څرګند کړی دی.

د دیموکرات ګوند ډېرو چارواکو او شخصیتونو د هغو له جملې څخه د امریکا د ترانسپورت وزیر پیت بودجج، د دیموکراتانو استازي الکساندریا وکازیو کورتز او همدارنګه هیلري او بیل کلنټن هم اعلان کړی دی چې د ۲۰۲۴م کال د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د هرېس د نوماندۍ ملاتړ کوي.

د امریکا پخواني ولسمشر بارک اوباما او د دغه هیواد د استازو مجلس پخوانۍ مشرې نانسي پلوسي بې له دې چې د هرېس ملاتړ اعلان کړي، یوازې د جو بایډن د لاس اخیستنې په هکله یې غبرګون ښودلی دی. 

د رویټرز خبري آژانس د رپوټ پر بنسټ وروسته له دې چې بایډن له خپل نوماندۍ څخه تیر شو د کماله هرېس ټیم په سلګونو تلیفوني اړیکي ټینګې کړې، څو د هرېس د نوماندۍ کمپاین په لاره واچول شي او د دیموکراتانو د ګوند له پاره د هغې د رسمي نوماندۍ په لاره کې لومړني ګامونه پورته شي.

د دیموکرات ګوند کنګره کې رسمي نوماندي

ټاکل شوې ده چې د روان کال په اګست میاشت کې د دې ګوند په کنګره کې دیموکراتان خپل رسمي نوماند انتخاب او اعلان کړي.

د خبري رسنیو د رپوټ پر بنسټ د امریکا په ټولو ایالتونو کې د دیموکرات ګوند نوماندانو د تلیفوني کنفرانس په ترڅ کې نږدې ټولو په یوه غږ د هرېس د نوماندۍ ملاتړ څرګند کړی دی.

مخکې تر دې هرېس پخپله اعلان وکړ، چې غواړي د بایډن د ځای ناستې په توګه د جمهوري ریاست په ټاکنو کې د دیموکراتانو نومانده شي. نوموړۍ د رسمي اعلامیې په خپرولو سره واضحه کړه: «زه ویاړم چې د ولسمشر له ملاتړ څخه برخمنه یم او په دې نظر یم چې د [دیموکراتانو له پاره] وړ کاندیده اوسم.»

وروسته له هغه چې جو بایډن په ټاکنو کې د نه ګډون کولو اعلان وکړ وې ویل چې د هرېس د نوماندۍ ملاتړ کوي.

۵۹ کلنې سیاستوالې هرېس په خپله وینا کې وویل چې د دیموکرات ګوند د متحد ساتلو په برخه کې به ډیر زیات کوښښ وکړي. کماله هرېس کولی شي له ترمپ سره د رقابت له پاره د جو بایډن پر کمپاین تکیه وکړي. د بایډن انتخاباتي ټيم خپل نوم «د ولسمشرۍ له پاره هرېس» ته بدل کړی دی. جو بایډن په یوه ایمیل کې پر خپلو پلویانو غږ کړی دی چې د کماله هرېس ملاتړ وکړي.

د خپل ګوند له خوا د رسمي نومانده کیدو په صورت کې به کماله هرېس د امریکا په تاریخ کې لومړنۍ غیر سپين پوسته ښځه وي چې د دغه هیواد په ولسمشریزو ټاکنو کې یو د دوو اصلي ګوندونو د نوماندۍ په توګه حضور پیدا کوي.

جو بایډن د یکشنبې په ورځ (د جولای میاشتې ۲۱ نیټه) د ایکس په شبکه کې اعلان وکړ چې نه غواړي د یوې بلې دورې له پاره  ولسمشرۍ ته نوماند شي.

آژنسونه: ش.ن/ ن.ز

د ناټو په سرمشریزه کې ترمپ ولې پر آلمان لفظي برید وکړ؟

10:46

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل