دیني عالمانو د امنیت د لیږد د بهیر ملاتړ وکړ
۱۳۹۱ خرداد ۱۵, دوشنبهدغه غونډه د کندهار د ديني عالمانو د اصلاحي شورا له خوا رابلل سوې وه. د غونډې ټولو ګډونوالو په يوه خوله له دولت سره خپل ملاتړ څرګند کړ او زياته ئې کړه چې اوس افغان امنيتي ځواکونه د خلګو په مرسته کولاى سي چي د خپلې خاورې ساتنه وکړي.
د غونډې د گډونوالو په خبره اوس د افغانستان امنیتي ځواکونه د پخوا په پرتله ډیر پیاوړي شوي دي. د کندهار د ديني عالمانو د اصلاحي شورا مسئول مولوي تورجان اخند پخپلو خبرو کي له ديني عالمانو، سپين ږيرو، قومي مشرانو او مخورو څخه وغوښتل چي په پوره اخلاص د خپل دولت تر شا ودريږي.
د نوموړي په خبره که ولسي وګړي غواړي چي په افغانستان کې یو ځل بیا کورنۍ جگړه پیل نه شي، نو له خپل دولت سره دې کلک ملاتړ وکړي:
«الحمدالله اوس افغانستان روزل سوي ملي اردو، ملي پوليس او نور ځواکونه لري. دغه ځواکونه کولاى سي چي د خپلې پاکې خاورې ساتنه په پوره ميړانه سره وکړي او په دې ساتنه کي د افغانستان هر وګړى د مرستې حق لري.»
مولوي تورجان پر مخالفو وسلوالو هم غږ وکړ چي راسي د خپل هيواد په غيږ کي د سولې له روان بهير څخه ګټه واخلي او د خپل هیواد آبادولو ته ملا وتړي.
د غونډې يو بل ويناوال مولوي عبدالسلام، بيا پر دولت غږ وکړ چي هر وخت د نورو پوهانو تر څنګ د ديني عالمانو مشورو ته هم غوږ ونيسي.
نوموړي وويل چې افغانستان يوه مذهبي او کلتوري ټولنه ده او په خبره ئې په دې ټولنه کي د ملا او قومي مخورو خبرې تر بل هر ډیرې چا ډیره اغيزه لري.
هغه زیاته کړه چي دولت ته په کار ده چي د ټولنې د هر قشر، په ځانګړي ډول د ديني عالمانو، مخوروسپين ږيرو، قومي مشرانو او با خبره کسانو زړونه خپل کړي:
«دولت هغه مهال بريالى دئ چي د عالمانو مشورو ته غوږ ونيسي او عملي ئې کړي.»
په کندهار کې دیني عالمان په داسې حال کې د امنیت د لیږد له بهیر سره خپل ملاتړ اعلانوي چې تر دې مخکې افغان حکومت له هغوی څخه غوښتې وو چې د جمعې د لمانځه پر مهال د حج او اوقافو د ریاست له خوا د ټاکل شوو موضوعگانو په اړه په مسجدونو کې خبرې اترې وکړي.
محمد ابراهیم سپيڅلی
کتونکی: مسعود جهش