1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستآذربایجان

د آذربايجان او ارمنستان ترمنځ نښتې شوي

۱۴۰۱ شهریور ۲۲, سه‌شنبه

د آذربايجان او ارمنستان پوځونو د ناګورني قره باغ په سيمه کې يو پر بل فایرونو ته دوام ورکړی دی چې له کبله یې د ۲۰۲۰م کال تر جګړې وروسته د ترنګلتيا د زياتيدو اندېښنه موجوده ده. دواړې خواوې پر يو بل د پارونې تورونه لګوي.

Konflikt Aserbaidschan Armenien | armenische Soldaten
انځور: ARIS MESSINIS/AFP

د ارمنستان او آذربایجان ترمنځ د دوشنبې په ماښام يو ځل بيا جګړه پارېدلې ده. په دې ترڅ کې دواړو اړخونو يو پر بل د درنو وسلو کارولو خبرونه ورکړي دي.

دا جګړه په آذربايجان کې د پرتې سيمې ناګورني قره باغ په هغه برخه کې پېل شوه چې په خټه ارمني بيلتون غوښتونکو په ۱۹۹۱م کال کې جلا کړې وه او بيا یې د يوه جلا جمهوريت په توګه اعلان کړې وه. تر دې پېښې وروسته دې سيمې ته د آرت ساخ نوم ورکړل شوی وو.

د سې شنبې په سهار وختي د ارمنستان د دفاع وزارت يوه وياند آرم توروسيان د يوې مطبوعاتې غونډې په ترڅ کې وويل چې د جګړې د دوام له کبله وضعيت «ډېر ترنګلی» دی.

د انترفکس خبري آژانس په حواله د ارمنستان لومړي وزير نیکول پاشينيان ويلي دي چې له آذربايجان سره د شپې له خوا په ترسره شويو نښتو کې د ارمنستان ۴۹ پرسونل وژل شوي دي. د ارمنستان پارلمان ته د وينا پر وخت نوموړي وويل چې آذربايجان د شپې له خوا پر ارمني پوستو بريدونه پېل کړل او دغه بريدونه لا ادامه لري.

يو پر بل د پارونې تورونه

دواړو هيوادونو ادعا کړې ده چې د مخالف لوري له خوا یې تر پارونې وروسته په متناسب عمل لاس پورې کړی دی.

آذربایجان وايي ارمنستاني ځواکونو مو یو سرتيری وژلی

د ارمنستان دفاع وزارت په خپله اعلاميه کې زياته کړې: «دوشنبه د شپې تقريباً تر يوې بجې وروسته آذربایجان د توپونو او ډېرې وړتيا لرونکو وسلو په مرسته د ګورس، سوتک او جرموک ښارونو پر لور د ارمنستان پر پرتو پوځي پوستو شديد فايرونه پېل کړل.»

خو آذربايجان بيا د ارمنستان پر پوځ دا تور لګولی چې دوشنبه د شپې یې پر دشکيسان او کيلبازار سيمو کې او همدا راز لاشين ته نزدې یې پر ماينونو خښولو سربیره «په پراخه کچه ويجاړونکي عمليات هم پېل کړي.»

دواړو هېوادونو په دې نښتو کې د خپلو عسکرو د وژل کیدو اعتراف هم کړی دیانځور: KAREN MINASYAN/AFP

د آذربايجان دفاع وزارت په خپله اعلاميه کې زياته کړې ده پوځونو یې د ارمنستان د پوځونو د پارونې په مقابل کې يوازې په سيمه ایزه کچه ځواب ورکړی دی او موخه یې د هغه پوځي تجهیزاتو او وسایلو په نخښه کول وو چې د فايرونو له پاره کارول کيدل.»

دواړو هېوادونو په دې نښتو کې د خپلو عسکرو د وژل کیدو اعتراف هم کړی دی.

د ارمنستان پوځ ويلي دي چې دوی د بريد په ځواب کې «متناسب» عمل کړی دی خو د آذربايجان د دفاع وزارت ويلي دي چې پر پوځ یې «د ارمنستان د مختلفو پوځي قطعاتو له خوا د هاوان په ګډون د هر ډول وړتيا لرونکو تجهیزاتو له لارې شديد فایرونه شوي دي.»

د ناګورني قره باغ پخوانۍ شخړه

په ناګورني قره باغ سيمه کې چې په دې وروستيو لسیزو کې یې پر سر د آذربايجان او ارمنستان ترمنځ دوه جنګونه شوي دي، په خټه ارمنيان اوسي.

دا سيمه مخکې د آذربايجان په ولکه کې وه خو بيا کابو تر ديرشو کلونو پوري د آرمني بیلتون غوښتونکو ترکنترول لاندې وه. خو د ۲۰۲۰م کال د شپږو اونيو جګړې وروسته آذربايجان د سيمې پر ډېره برخه بيرته ولکه ټینګه کړه او بيا د روسیې په منځګړيتوب د اور بند تر تړون وروسته دا سيمه آذربايجان ته وسپارل شوه.

تېره اوونۍ ارمنستان پر آذربايجان تور ولګاوه چې د ډزو د تبادلې پر وخت یې د دغه هېواد يو عسکر وژلې دی خو آذربايجان وايي چې په دې وروستيو مياشتو کې د ارمنستان پوځ هم د دوی عسکر هدف ګرځوي.

ب. ص/ ن. ز (dpa, afp, Reuters)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب