د آستراليا پر لور د غيري قانوني کډوالو بېړۍ ډوبه سوې ده
۱۳۹۰ آذر ۲۷, یکشنبهکه څه هم يو شمير ژغورل شوو کډوالو د خپل سفر د هدف ځای له روښانولو څخه ډده کړې، خو د اندونيزيا ساحلي پوليس وايي چي په غالب ګمان چي د بهرنيو کډوالو دغه بېړۍ له اندونيزيا څخه د آستراليا پر لور روانه وه.
ويل شوي دي چي له لرګي څخه د دغي جوړي شوي بېړۍ ډيری سپرلي له ايران، عراق او افغانستان څخه ول، چي په خپلو هيوادونو کي د ناخوال سياسي او اقتصادي ژوند له امله يې غوښتل آستراليا ته د يوې «روښانه او سوکاله راتلونکي» په مقصد کډه وکړي.
اندونيزيا د دغو کډوالو له پاره په يو ترانزيتي ټاټوبي بدل شوي او وخت په وخت په کوچنيو او غير مصونو بېړيو کي د هند د سمندر له لاري آستراليا ته له خطرونو څخه ډک سفر پر ځان مني.
د اندونيزيا امنيتي چارواکو وويل، چي تر اوسه پوري يوازي ۳۳ کسان ژغورل شوي دي، او په نورو لادرک شوو کډوالو پسي پلټنه روانه ده. په يو بل رپوټ کي د ۷۶ کسانو د ژغورلو خبره سوې ده.
ژغورل شوو کډوالو د اندونزيا پوليسو ته وويل چي د هغوئ د کوچنۍ بېړۍ ماشين وروسته له هغي ستونزه پيدا کړه چي د اوبو تندو څپو پر بېړۍ باندي هجوم راوړ.
د اندونيزيا پوليسو يادونه وکړه، دوئ انديښنه لري چي پاته لادرک شوي کډوال ښايي له بېړۍ سره يو ځای په اوبو کي ډوب شوي وي.
د اندويزيا د ژغورني يو چارواکي، ادوين پورناما وويل، د لومړيو معلوماتو له مخي په بېړۍ کي ۲۵۰کسان سپاره ول. د اندونيزيا د خبري آژانس د معلوماتو له مخي دغه بېړۍ اصلاً د ۱۰۰ کسانو له پاره جوړه شوې ده.
د ژغورني د چارواکو د وينا له مخي په ژغورل شوو کسانو کي دوه ماشومان هم شامل دي.
يو افغان ژغورل شوي کډوال چي نوم يې عصمت الدين معرفي شوی دئ ويلي دي: « دی نه شي ويلای چي څه شمېر خلک په بېړي کي سپاره ول.» خو نوموړي وويل مخکي له دې چي په بېړۍ کي کډوال سپاره شي، هغوئ په څلورو بس موټرو کي چي په هر يوه کي ۶۰ کسان سپاره ول، د بېړۍ تم ځای ته وليږدول شول.
په جاوا کي د ژغورني د چارو مسئول، کليک انګر پوروانتو، رويترز خبري آژانس ته وويل، بېړۍ د شنبې په سهار ډوبه شوې ده او يوازي د ۱۰۰ کسانو ظرفيت يې درلود.
هغه وويل کوم کسان چي ژغورل شوي دي، هغوئ ځانونه د «دړي وړي شوي بېړۍ په ټوټو» پوري نښلولي ول.
پوروانتو زياته کړه: «موږ نور ژوندي کسان د پيښي په ځای کي ونه موندل. د ژغورل شوو کسانو د وينا له مخي بېړۍ د اوبو په څپو دوې ټوټې شوه.»
هغه وويل چي د جاوا د ټاپو د څنډو په ۳۰ کيلو مترۍ کي کب نيونکو ژغورل شوي کسان وموندل.
دا لومړی ځل نه دی چي د آسيا او منځني ختيځ د کډوالو بېړۍ چي غواړي آستراليا ته په غير قانوني توګه سفر وکړي، د سيمي په سمندر کي ډوبيږي. په نومبر کي هم د اندوزيا د جاوا ټاپو په اوبو کي لږ تر لږه ۸ کډوال چي له افغانستان، پاکستان او ايران څخه ول، په ابو کي ډوب شول.
په ۲۰۰۱ کال کي په همداسي يوه پيښه کي ۳۵۳ کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
آژانسونه/ عبدالباري حکيم
کتونکی: نجيب الله زيارمل