د آسترالیا په ساحل کي د ۲۵۰ نهنګانو د ژغورني عملیات
۱۳۹۹ مهر ۱, سهشنبهد تاسماني د چارواکو د معلوماتو له مخي دغه نهنګان د دوشنبې په ورځ د ریګو ساحل کي بند سول او د دغه ټاپو د غربي ساحل په یوه کوچني او کم نفوسه خلیج کي پیدا سول. د هغوی په خبره څه ناڅه ۲۵ نهنګان مړه سوي دي. د حیواناتو د حقونو فعالان هڅه کوي چي څه د پاسه نور ۲۵۰ نهنګان وژغوري.
د ژغورني دغو عملیاتو یوه مدیر نایک دیکا، ویلي دي چي د دغو نهنګانو دوې ډلي د تاسماني په غربي ساحل کي بند پاته سوي دي. دیکا د استراهان په ښارګوټي کي چي نوموړي سیمي ته نژدې پروت دی ویلی : «هغوی په اوبو کي دي او سخته ده چی ووایو څومره یې مړه دي او یا هم په کوم وضعیت کي قرار لري.»
په اوس وخت کي پولیس او کارپوهان په دغه خلیج کي حضور لري، څو حالت تر څیړني لاندي ونیسي. دیکا ویلي دي چي د مرستندویانو هدف دا دی چي د امکان تر حده په ډیر ژر وخت کي دغه نهنګان وژغوري.
دا چي هغوی دقیقاً څه ډول نهنګان دي لا معلومه نه ده. خو د لومړنیو اټکلونو له مخي دا نهنګان ښایی د پیلوت له ډول څخه وي.
تاسماني ته د نهنګانو ډله ایز ننوتل یوه عادي خبره ده خو بیا هم په دغه اوسني شمیر کې هغوی د مکوایر په بندر کي نه ول لیدل سوي. په دا وروستیو کي یو کوهان لرونکی نهنګ د آسترالیا په شمال کي په یوه رود کي خپله لار ورکه کړې وه. د آسترالیایي رسنیو په حواله، دغه نهنګ ۱۷ ورځي د آسترالیا په شمال کي د کاکادو د ملی پارک په رود کي لامبو وکړه او وروسته یې بیرته سمندرته لار وموندله.