د آسیا کپ هېجاني پایلوبه؛ کپ به کوم هېواد ته ځي؟
۱۴۰۴ مهر ۶, یکشنبه
پاکستان او هندوستان دوه هغه ټیمونه دي چې لوبې ېې تل ډېرې هيجاني او تمه ده چې ننۍ پای لوبه به هم خورا جالبه وي.
د هندوستان او پاکستان د کریکټ ملي لوبډلې نن (یکشنبه د ۲۰۲۵م کال د سپتمبر ۲۸مه) د آسیا جام نړېوال شل اوریز ټورنمنت په پای لوبه کې له یو بل سره مخ کيږي.
رويټرز خبري اژانس په دې هکله په خپله یوه لنډه کتنه کې ويلي چې پاکستان به نن هڅه وکړي تر څو له هندوستان څخه یې چې په دغه تورنمنټ کې هېڅ ماتې نه ده خوړلې، لوبه وګټي.
هندوستان په ډګر ساتنه کې خورا ځواکمن دی او خپله دغه وړتیا ېې د آسیا جام نړېوال شل اوریز ټورنمنټ پایلوبې ته تر وتلو مخکې د دغه تورنمنټ په اتو ټیمونو کې ښودلې ده.
د هندوستان ټیم ته په شل اوریز فارمت کې د اوپنر ابهیشک شرما او د سپېنر وارون چکروارتي په څېر لوبغاړو په درلودو، د نړۍ د تر ټولو ځواکمن ټيم په سترګه کتل کيږي. پاکستان په دغه ټورنمنت کې د هندوستان له لوري دوه ځلې، لومړی په ګروپي پړاو او بیا په څلورو غوره ټیمونو کې څنډې ته وښکل شو.
نور ولولۍ: اسیا جام سیالۍ؛ کرېکټ بورډ وايي نوین الحق له لوبډلې بهر شوی
د هند په ټیم کې پر ابهېشک چې په شپږو ایننګزونو کې د ۳۰۹ منډو ريکارډ لري، هم ډیر حساب کيږي. د شپږیزو جوړونکي دغه لوبغاړی د هند له پاره تر ټولو قوي شارټونه په لومړيو شپږو اورونو یا پاور پلې کې کارولي دي.
هندوستان په عربي متحده اماراتو کې د آسیا جام په تورنمنټ کې درې لوبې کړي چې درې واړه ېې ګټلي. یوازې د جمعې په ورځ له سریلانکا سره په یوه سخته لوبه کې مخ شو، خو په نهایت کې ېې په سوپر آور کې وتوانېد چې دغه ټیم هم له مخې لرې او فاینل ته ځان وباسي.
نور ولولۍ: د کریکټ آسیا جام؛ ولې هندي او پاکستاني لوبغاړو یو بل ته لاسونه ورنکړل؟
د هندوستان د کریکټ نامتو څېرې سوریا کماریادو تر بریا وروسته وویل: «دا واقعا ډېره مهمه وه او زه ډاډه یم چې هر يو هغه څه ېې چې غوښتل ترلاسه ېې کړل. خوښ یم چې په پایلوبه کې یو.»
پاکستان په دغه ټورنمنت کې له خپلو درو لوبو دوه هغه ېې ګټلي دي. پاکستان د پنجشنبې په ورځ په نیمه پایلوبه کې بنګله دېش ته ماتې ورکړه او د دغې بریا په نتیجه کې ګټلي مورال سره به ېې هڅه وکړي چې په پایلوبه کې له دریمې ماتې سره مخ نشي.
د پاکستان کپټان سلمان آغا بنګله دېش ته تر ماتې ورکولو وروسته وویل چې «ډېر هيجاني» دی چې ټيم ېې له هند سره پایلوبې ته وتلی دی.
آغا خبریالانو ته وویل: «موږ پوهیږو چې موږ څه ته اړتیا لرو چې ویې کړو. موږ همدارنګه په کافي اندازه ښه ټیم یو چې هر ټيم ماتولی شو. موږ به د یکشنبې په ورځ راشو او هڅه به وکړو چې هغوی ته ماتې ورکړو.»
نور ولولۍ: وسیم اکرم: هند او پاکستان دې تېر هېر او له لوبو «خوند» واخلي
د کریکټ د آسیا شل اوریز جام ټورنمنټ په متحده عربي اماراتو کې د سپتمبر په ۹مه پیل شوی دی او افغانستان چې د دغه ټورنمنت ګډونوال دی، خپله لومړنۍ لوبه ېې د تورنمنټ په لومړۍ ورځ له هانګ سره درلوده چې د ۹۴ منډو په توپېر ېې ورڅخه وګټله، خو دوه وروستۍ لوبې ېې د سریلانکا او بنګله ديش پر وړاندې وبایللې.
په دغه ټورنمنټ کې اتو لوبډلو په دوو الف او ب ګروپونو کې سیالۍ وکړې. په الف یا اې ګروپ کې هندوستان، پاکستان، متحده عربي امارات او عمان او په ب یا بي ګروپ کې افغانستان، سریلانکا، بنګله دېش او هانګ کانګ ملي لوبډلې شاملې وې. افغانستان اوس په خپل ګروپ کې په درېم او د ټولو اتو ټيمونو په نوملړ کې په اووم ځای کې دی.