1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د آلمانيانو له غوسې څخه ډاريږو»

احمدولي اڅکزی / شټېفان ډېګه۱۳۹۳ مهر ۱۲, شنبه

په آلمان کي اوسېدونکي مسلمانان د آلمانانو د غوسي څخه بيريږي. دوی بيريږي چي داسي نه چي دوی د «اسلامي دولت» د کړونو په پړه ونيول سي.

انځور: DW/S. Dege

په آلمان کي څه نا څه پنځه سلنه مسلمانان اوسیږي. په دې توګه په دغه هيواد کي د مسلمانانو شمېر تقريبا څلورو مليونو انسانانو ته رسيږي. په عراق او سوريه کي د «اسلامي دولت» نومي افراطي ډلې کړونو پخپله د آلمان مسلمانان هم حيران او په غوسه کړي دي.


په آلمان کي میشتو مسلمانانو ته داسي ويري هم ورپيدا سوي دي، چي داسي نه چي آلمانيان د «اسلامي دولت» له کبله له هغوی څخه کرکه وکړي. هغوی دا وېره هم لري چي داسي نه چي په آلمان کي د اسلام پر وړاندي ضديت زيات سي.


د آلمان د کولون ښار په يوې مشهورې کوڅې چي کويپتشتراسه نوميږي د مسلمانانو زیات پلورنځایونه پراته دي. په دغو کي يو د عطرو پلورنځای د مسلماني مېرمني مېرال شاهين هم دی. هغه د عطرونو د اوډل سوو قطيانو تر منځ په خپل دوکان کي ناسته ده او د آلمان ږغ خبريال ته وايي چي د کوم وخت راهيسي چي «اسلامي دولت» د رسنيو د خبرونو سرټکی ګرځېدلی دی، دا ويريږي.

د درز د زياتېدو څخه بېره


مېرال شاهين وايي: «زه ټول وخت د دغه څخه وېرېږم. زه داسي احساس کوم چي موږ ته يوه ډېره لويه موضوع راپېښېدونکې ده، خو بيا فکر وکړم چي ايا موږ په کافي اندازه سره قوي يو چي د دغه ننګونې سره مقابله وکړو او په ټولنه کي د درز د لا زياتېدو مخه ونيسي.»


شاهين چي په آلمانۍ ټولنه کي د کوم درز د زياتېدو وېره لري، نور مسلمانان يې هم اندېښمن کړي دي. هغوی ويريږي چي داسي نه چي د دوی د «اسلامي دولت» سره په يوه قطار کي ودرول سي.


د کولون په کويپتشتراسه کي روانه يوه لاروۍ وايي: «زه فکر کوم چي موږ بيا په يوه داسي حالت کي راځو لکه توجيه کېدنې ته چي مجبوره کړل کيږو. موږ ويريږو چي موږ د ترهګرو سره په يوه قطار کي ونه درول سو. خو ترهګر د مسلمانانو استازيتوب نه کوي، هغوی قاتلان دي او هغوی د خدای په کلام سم سر نه دی خلاص او نور مقاصد لري. هغوی د قدرت او پيسو په تلاښ کي دي، نه د سولي او آرامۍ.»


د کويپتشتراسه يو بل لاروی چي ځان احمد اردوغان معرفي کوي وايي چي دی هغو ځوانو هلکانو ته پرېشنانه دی چي توندلاري سوي دي. هغه په لړزېدلي آواز وايي چي دا هرې کورنۍ ته ورپېښېدلای سي.


دی وايي چي پخپله هم اولادونه لري او دا چي د آلمان څخه يو شمېر ځوان مسلمانان سوريې ته د جنګ له پاره تللي دي، دی يې وارخطا کړلی دی. خو هغه وايي چي بيا هم په دې ډاډه دی چي د آلمان اوسېدونکي توپير کوي او د يو په جرم ټول نه نيسي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب