1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلماني ځواکونو ۱۶۸ افغان کارکوونکو آلمان ته سفر کړی

سید ریاض/ آژانسونه۱۳۹۳ تیر ۲۸, شنبه

په افغانستان کې د آلماني ځواکونو ۱۶۸ ځایي کارکوونکي د خپلو کورنیو له ۳۷۷ تنو غړو سره په آلمان کې منل شوي او آلمان ته یې سفر کړی دی. هغوی له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته د خپل امنیت په هکله انديښمن ول.

انځور: picture-alliance/dpa

د آلمان د دفاع وزارت ویاند د شنبې په ورځ د «شتوتگارت ناخ ریشتن» په نامه یوې آلمانۍ ورځپاڼې ته ویلي دي چې مجموعا ۹۳۷ تنو ځایي افغانانو په آلمان کې د پنا غوښتنې عریضې وړاندې کړې وې. د هغه په وینا تر اوسه پورې پر ۹۰۸ غوښتنلیکونو باندې کار شوی دی او ۳۱۳ عریضې منل شوي دي.

په افغانستان کې د آلمان د ماموریت د پیل راهیسې تر اوسه په سلگونو افغانانو د محلي کارکوونکو لکه د آلمان له اردو سره د ترجمانانو او یا هم له نورو آلماني ادارو سره کار کړی او یا یې اوس هم کوي. دغه کسان انديښنه لري چې د طالبانو له لوري به د آلماني همکارانو په حیثت مجازات شي.

له دې کبله هغوی هڅه کوي چې خپل پلرنی ټاټوبی پریږدي او په آلمان کې پنا واخلي. د بشري حقونو سازمانونو په سخاوتمندانه او غیر بیوروکراتیک ډول د دغو کسانو د قبلیدو غوښتنه کړې ده.

د آلمان په پارلمان یا بوندستاگ، کې د زرغون گوند استازي امید نوري پور، په آلمان کې د دغو افغانانو د قبلیدو ډول او چلند «غیر شفافه» بللی دی او پر هغې یې نیوکه کړې ده. هغه د شتوتگارت ښار له نوموړې ورځپاڼې سره په خبرو کې ویلي دي: «کله چې دغه محلي کارکوونکي آلمان ته رارسیږي، په بشپړه توگه یوازې پریښوول کیږي. هغوی کومې مرستې نه تر لاسه کوي او هیڅوک یې غم نه خوري. هغوی په تهکاویو کې کښيني او ډیر غمگینه دي. هغوی اصلا پر دې نه پوهیږي چې د څه له پاره دلته راغلي دي.»

د آلمان حکومتي ادارې د دغو ځايي افغان کارکوونکو دوسیې په انفرادي ډول څیړي. تیر کال په جون میاشتې کې په کندوز کې د آلمان د ولایتي بیا رغاونې د ټیم د کمپ په مخکې د آلمان د پوځي ماموریت شاوخوا پنځوسو پخوانیو کار کوونکو په یو لڼد احتجاج لاس پورې کړی وو او ویلي یې وو چې لا تر اوسه د هغوې غوښتنو ته چا غوږ نه دی نیولای.


د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب