د الماني ژبي د زده کړي لارښوني
څوک چي یوه نوې ژبه زده کوي، ډیر وخت او آرام فکر ته اړتيا لري. سړی خصوصأ هغه وخت ډیر مایوسه کیږي، کله چي زحمت یې نتیجه ورنه کړي. ددې له پاره چي ستاسي کار نتیجه ورکړي، تاسي ته مو دلته یو څو سپارښتني راټولي کړي دي. نوي زده کونکي باید د امکان ترحده پوري ډيري خبري وکړي په بله ژبه خبري کول ډیر سخت کار دی،ځکه چي سړی باید هغه کلمات استعمال کړي،چي ترمخه یې زده کړي وي او ډیر چرت هم باید ونه وهي. ځکه نو باید سړی ډیر تمرین وکړي. که تاسي د تمرین کولو دپاره څوک نلری، چي خبري درسره وکړي، بیایې نو پخپله د ځانه سره وکړی.
انځور: Fotolia/athomass نوي زده کونکي: د شیانو نومونه په الماني باندي ولیکی د کاغذونو ټوټې راواخلی،پرهغه باندي د شیانو نومونه په الماني باندي ولیکي او پریوځای یې بندکړی. پدې ډول سره تاسي ټوله ورځ هغه ته گوری او زده کوی یې. دهغه سره د لغت آرټیکل او جمع هم ولیکی. په غیر د هغه مجبوره یاست وروسته بیرته هغه زده کړی.
انځور: Colourbox نوي زده کونکي: دکوچنیانو الماني کتابونه او دخندا کیسې ولولی دکوچنیانوکتابونه او دخندا کیسې په ډیر ساده ژبه سره لیکل کیږي او د متن مطبق پکښي عکسونه هم موجود وي. څکه نو هغه د د الماني ژبي د زده کړي دپاره ډیر مساعد دي. دکوچنیانو ځیني کتابونه حتي په دوو ژبو باندي لیکل سوي وي.
انځور: DW/N. Steudel نوي زده کونکي: دسودا اخیستلو لست مو په الماني ژبه ولیکی د ورځني لغاتونو زده کړه ترټولو ډیره مهمه ده. په همدې دلیل کوښښ وکړی،خپل دسودا اخیستلو لست مو په الماني ژبه باندي ولیکی. د هغه کښل به شاید ډیر وخت وغواړي،خو موږ تاسي ته ډاډ درکوو، چي تاسي به پدې کار سره ډیر شیان زده کړی.
انځور: DW/A.-S. Bändlin نوي زده کونکي: حالت سم وسنجوی او دهغه مطابق امادگي ونیسئ فکر یې وکړی، چي په یوه معین حالت کي کومو لغتونو ته ضرورت لرئ او په یوه قاموس کي پسي وگورئ. بیا نو یو ډیالوگ ولیکی او هغه څوواره ولولئ. پدې ډول سره نوتاسي هر ډول حالت ته تیار یاست .
انځور: Elizabeth Shoo نوي زده کونکي:دې ته انتظار مه کوئ، چي بیله غلطی خبري وکړئ مهمه داده،چي ستاسي په خبرو باندي یو څوک پوه سي. په همدې خاطر حتمي نده، چي هره جمله د گرامري لحاظه سمه وي. دا هم ډیره بده نده، چي د لغت سم ارټیکل سم نه پیژنئ. فکر یې وکړی، چي ډیری هغه کسان چي ستاسي سره خبري کوي ، یوه پردی ژبه لا نه پیژني.
انځور: Fotolia/lassedesignen نوي زده کونکي:د بل کار تر څنگ المانۍ راډیو واورئ که تاسي نوي زده کونکي یاست، نوشاید هیڅ په پوه نسئ. خو د راډیو د اوریدو د لاري تاسي د یوې ژبي د زده کولو احساس پیدا کوئ. د راډیو اوریدل د هغو کسانو دپاره چي ډیره الماني یې زده وي، د الماني کلتور څخه ډیر خبریږي او ژبه یې هم تقویه کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/L. Schulze هغه کسان چي ژبه یې ښه زده وي،کوښښ وکړي د جرمنیانو سره خبري وکړي یو ښه امکان دادی، چي تاسي یو داسي څوک پیدا کړی، چي غواړي ستاسي ژبه زده کړي او متقابله همکاري سره وکړئ. پدې ترځ کي د سړی نه یوازي دلغاتو او جملو استعمال زده کیږي، بلکه د ژبي شکل او طرز هم.
انځور: Colourbox هغه کسان چي ژبه یې زده وي، په پخولو کي د الماني نسخو څخه استفاده وکړي غذا نه یوازي د بدن د تقویې او سلامت دپاره ده، بلکه هغه د اجتماعي ژوندانه یو مهم جزء هم دی. په همدې خاطر ښه دی،چي د چا د غذايي موادو نومونه هم زده وي. تر ټولو ښه لار یې داده ، چي سړی هغه د اشپزۍ پر وخت عملأ زده کړي. که ستاسي الماني غذاوي او خورکونه نه خوښیږي ، بیاایټالوۍ او نوري پخې کړئ، مهمه داده چي نخسې یې په الماني باندي وي.
انځور: Deyan Georgiev/Colourbox چي ژبه مو ښه زده وي،هغه کتابونه ووایاست،چي تاسي یې پخوا پیژنئ. په الماني باندي تاسي خپل د خوښي وړ کتابونه ښه پیژنۍ او هم مو شاید څوواري ویلي وي.دانو د ژبي د زده کړي تر ټوله ښه امکان دی،چی هغه یوواربیا په الماني ژبه باندي ولولی. څنگه چي تاسي ته د کتاب محتوی او کیسه معلومه ده، نوکولای سئ پر ژبه باندي ډیر تمرکز وکړی.
انځور: Colourbox هغه کسان چي ژبه یې ښه زده وي،الماني موسیقي واوري او متن یې پیاد کړي موسیقي نه یوازی ارام ورکونکې او ارتباط قایمونکې ده، بلکه ددې سره هم کومک کوي، چي ژبه زده کړئ، خصوصأ که ستاسي د هغه وزن او قافیه خوښه سي. په جرمني کي ډیر زیات مختلف سندرغاړي اوهنري ډلي سته، او په اصطلاح د هرچا پر غاښ برابر یو څوک. موږ تاسي ته مشوره درکوو، چي الماني ژبه د موسیقۍ د لاري زده کړئ.
انځور: Nicolaus Brade هغه کسان چي ژبه یې ښه زده وي،الماني فلمونه او سریالونه وگوري د فلمونو او سریالونو د لاري هم تاسي کولای سئ، چي خپله ژبه نوره هم غني کړئ. په جرمني کي ډیر الماني فلمونه او سریالونه سته، چي ځیني وختونه لاندي لیکني هم ورته سوي وي. خو سړی کولای سي امریکايي یا هندي فلمونه هم په الماني دوبله باندي وگوري.
د آلمان د کورنيو چارو وزير توماس ديميزير د مهاجرو له پاره د آلماني ژبي د کورسونو په لار کي خنډونه راکم کړي دي. نوموړي د جمعې په ورځ (د ۲۰۱۶ کال د دسمبر په ۲يمه نېټه) په برلين کي وويل چي په زياته بيا په کليوالو سيمو کي د مهاجرو د ټولګي له پاره د حتمي ۱۷ کسانو شمېر برابرول ډېر لوی مشکل دی. نوموړي دا څرګندونې د آلمان د ناحيو او ښارګوټو د ورځي په ترڅ کي وکړه.
ديميزير وويل چي زيات وختونه داسي هم پيښيږي چي مهاجرو نومونه د ژبي د زدکړي کورسونو ته نومول کيږي خو دغه مهاجر په کورس کي د ګډون له پاره نه حاضريږي. نوموړي وويل چي که څه چي بايد و يو کورس ته د ځان ثبتولو وروسته بايد چي ګډونوال د کورس و پېل ته تر شپږو اونيو زيات انتظار ته مجبور نه سي، خو د ګډونوالو د شمېر له کمښت له کبله بيا هم د ژبي د کورسونو پېل ځنډيږي.
توماس ديميزير وويل چي له همدې کبله يې اوس فيصله کړې ده چي د دې وروسته به د نوم د ثبتونې څخه شپږ اونۍ وروسته د کورس پېلول حتمي وي، بېله توپيره چي د کورس د ګډونوالو شمېر کم هم وي.
توماس ديميزير وويل چي د دې وروسته به دولتي مرستي د ځوانانو د روزنې او د سواد ښونې هغو کورسونو ته ورکول کيږي چي د ګډونوالو شمېر يې لس وي. نوموړي وويل چي دغه مرستي به د ادغام هغو کورسونو ته هم ورکول کيږي چي حد اقل ۱۴ ګډونوال ولري. ديميزير وويل چي يادو کورسونو ته به د ۱۷ ګډونوالو لرونکو کورسونو په اندازه مرستي ورکول کيږي.
پر ورته موضوع یو انځوريز البوم زموږ له آرشيف څخه (22.10.2016):