1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

آلمان، شتاينماير، اساسي قانون ورځ، د کرونا وبا

۱۳۹۹ خرداد ۳, شنبه

د آلمان ولسمشر شتاينماير د دغه هيواد د اساسي قانون د ورځې په پلمه د مايوسۍ کوم دليل نه ويني‌ او وايي‌ چې «اساسي قانون به دغه وبا هم تېره کړي بې له دې چې کوم ضرر وويني.»

75. Jahrestag Ende zweiter Weltkreig - Frank Walter Steinmeier
انځور: Reuters/H. Hanschke

د شتاينماير په خبره په تېره بيا د کرونا په وبا کې اوس ليدل کيږي چې «زموږ دموکراسي څومره ژوندۍ ده،‌ څومره ژور بنسټ لري او دا چې اساسي‌ ارزښتونه مو څومره درنښت لري.» دغه خبره د آلمان ولسمشر په «زويد دويچه» ورځپاڼه کې د مېلمه ليکوال په توګه کښلې ده. د هغه په خبره دی خوشحاله دی چې د پرېکړو په هکله تل د هېواد په مرکز او آيالتونو کې په ژوندي ډول بحث هم کيږي او ناندرۍ هم پورته کيږي. په اساسي‌ حقونو او آزاديو کې اوسني محدوديتونه د هغه په خبره ټول وګړي محسوسوي چې «ډېر سخت او زموږ په تاريخ کې بې ساري دي.» خو د هغه په خبره دغه مقررات «د رواغتيا او ژوند د ژغورلو په خدمت کې دي.»

شتاينماير په ورته وخت کې ډاډه دی چې د آلمان اساسي‌ قانون به دغه وبا هم تېره کړي بې له دې چې کوم ضرر وويني. د هغه په وينا «دغې اندېښنې ته هيڅ داسې دليل نه شته چې محدوديتونه به ګويا بېرته لېرې نه کړل شي کله چې د وبا حالت د دې اجازه ورکړي. اساسي قانون تر ګواښ لاندې کومې ډلې پورې اړه نه لري - نه يوازې په دې سره چې ۷۱ کاله د يو اساسي‌ قانون له پاره ډېر عمر هم نه دی.»

«زموږ پر دموکراسۍ بريد»

د وبا په تړاو د توطيې تيوريو ته په کتو سره شتاينماير وويل: «هر څومره خيالي چې ځينې د توطيې تيورۍ هم دي - خو هېر مو نه وي چې تر شا يې کلک سياسي‌ هدفونه ولاړ وي چې بايد سترګې ترې پټې نه کړو.» د آلمان د ولسمشر په خبره د ولس د ټاکل شوو استازو، د موثقې رپوټ ورکونې،‌ د موکراتيکو تدابيرو،‌ علمي معلوماتو او معقوليت په څېر د پديدو د نوم بدولو هڅه «له دې څخه کم نه وي چې زموږ پر دموکراسۍ او په هغې آزادۍ باندې هم بريد وشي چې ادعا کوي دفاع ورڅخه کوي.» 

د آلمان په بېلابېلو ښارونو کې په همدغه شنبه (د ۲۰۲۰ کال د می په ۲۳مه) د کرونا وبا په درشل کې د حاکمو مقرراتو پر ضد مظاهرې پلان شوې دي.‌ د نورو تر څنګ دغسې لاريونونه په شتوتګارت، برلين، کولن، مونشن،‌ فرانکفورت او هانوور ښارونو کې په نظر کې نيول شوي‌ دي. په تېرو اوونيو کې هم د اوونۍ په پای کې په تکرار سره ډېرو آلمانانو په خپلو اساسي حقونو کې د لاسوهنې پر ضد مظاهرې کړې وې.

آژانسونه/ن.ص./ا.ا.

 د اساسي قانون پر موضوع له آرشيف څخه يو انځوريز البوم (30. 12. 2017):

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب