پر اوکراين د روسیې د يرغل پنځلس میاشتو وروسته هم د آلمان استخباراتو هیڅ داسې نخښې نه دي ليدلي چې د روسيې د ولسمشر ولاديمیر پوتين رژيم پر کمزورۍ دې دلالت وکړي.
د آلمان د استخباراتي ادارې «بي ان ډي» مشر برونو کال وايي چې د تجهیزاتو رسولو په برخه کې پر يو څه نيوکو پرته نو هیڅ داسې نخښې نه شته چې سړی ګومان وکړي چې دغه سیسټم دې بې ثباته شوی وي. خو نوموړي زياته کړه چې دا خبره د امکانه لیرې نه ده.
اړونده موضوع: روسېې د «نه کنټرول وړ» پوځي سيالۍ خبرداری ورکړی
کال، په برلين کې د امنيت فدرالي اکادمۍ (بي ای کی اس) کې د خبرو پر وخت وويل چې «روسيه اوس هم په داسې وضعيت کې ده چې اوږده موده جګړه پر مخ وړلاه شي.» نوموړي وويل چې دا خبره د وسلو او تجهیزات پر برخه کې هم صدق کوي.
زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ
د کال په خبره په دې ترتیب د کمزورتيا خبره او يا داسې انګيرل چې جنګي فعاليتونه به یې له سقوط سره مخامخ شي، هیڅ مطرح نه ده. د نوموړي په وينا که څه هم چې د ضعف نقطې شته لکه، کله چې یې د جګړه ایزو ځواکونو د وړتيا موضوع وي. خو که چېرې لویدیځ د اوکراين له منظم ملاتړه لاس واخلي او مقاومت یې تنظيم نه کړي، نو د پوتين اوږد مهاله تګلاره بريالۍ کیدله شي.
واګنر اجیر عسکر د وسلو په قاچاق کې لاس لري؟ د امريکا متحده ایالاتو د معلوماتو په حواله د روسیې واګنر ملېشې ښايي د مالي هېواد له لارې د وسلو د قاچاق هڅه کړي وي چې دغه وسلې بيا ښایي د اوکراين په جګړه کې کاريدلی وای.
په بیلګورود کې چاودنې ډېر زيان اړولیانځور: Pavel Kolyadin/TASS/dpa/picture alliance د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياند ماتيو میلر وويل: «په دې اړه معلومات لرو چې واګنر ډلې هڅه کړې چې له بهرنيو عرضه کوونکو پوځي سیسټمونه رانیسي او بيا دا وسلې د يوه دريمګړي په توګه د مالي له لارې انتقال کړي. نوموړي زياته کړې: «موږ په دې اړه کومې نخښې نه دي ليدلي چې دا معامله دې بشپړه شوې او سر ته رسيدلي وي، خو موږ وضعيت په جدي توګه څارو.»
د روسیې په سرحدي سيمه بيلګورود کې نورې نښتې د روسیې په لوېدیځ بیلګورود سيمه کې چې له اوکراين سره پر پوله پرته ده يو شمیر منطقو کې نښتې دوام لري. د بيلګورود د سيمې ګورنر وويل: «د دفاع وزارت او نورو امنیتي جوړښتونو د ترهګرۍ د له منځه وړلو چارې دوام لري.»
زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ
هغه وويل که څه هم چې تر اوسه د رسېدلو معلوماتو په حواله هیڅ ملکي کسانو ته ځاني تلفات نه دي اوښتي خو سیمې ته د ځايي اوسيدونکو راستنېدل به يو څه وخت ونیسي.
اړونده موضوع: واګنر پوځي ډله: اوکراین کې جګړه به کلونو ته وغځيږي
د دوشنبې په ورځ د اوکراين سره پر پوله په ګراورون ناحیه کې نښتې شوې وې. د چارواکو د معلوماتو په حواله په دې ترڅ کې اته کسان ټپيان شوي هم دي.
د بيلګورود د ګورنر په حواله «جاسوسه او سبوتاژ کوونکې ډله» سيمې ته داخله شوې وه. هغه وويل چې د دې بريدونو مسئوليت د دوو روسي اتباعو د داوطلبو ځواکونو يوې ډلې منلی دی. دغه جنګيالي د کيف په پلوۍ جګړه کوي.
دغه ډلې ويلي دي چې د بريدونو هدف دا دی چې د پولې په اوږدو کې پرته سيمه بې ثباته شي څو پر اوکرایني سيمو د دوامدارو بريدونو مخه ونيوله شي.
کيف په دې بريدونو کې لاس درلودل رد کړي دي. په بیلګورود کې دا بريدونه تر اوسه د روسیې پر خاوره تر ټولو شديد بريدونه دي.
ب. ص/ ن. ز (dpa, afp, rtr)
زموږ له آرشيف څخه:
د اوکراين او روسیې د نظامي قدرت مقايسه په انځورونو کې
د روسیې او اوکراين ترمنځ کړکېچ ورځ تر بلې پراخيږي او روسیې خپل ډېر عسکر او تجهيزات د اوکراين پولې ته څېرمه ځای پر ځای کړي دي. د روسیې او اوکراين د نظامي قدرت مقايسه په دې انځوریز راپور کې. انځور: picture alliance/dpa/Russian Defence Ministry له اوکراين سره پر پوله د روسي پوځ ځای پر ځای کیدل روسيې خپل تر ۱۰۰ زرو ډېر عسکر له اوکراين سره پر پوله مستقر کړي دي. امريکا هم په اوکراين کې د خپلو ديپلوماتانو له کورنيو غوښتنه کړې ده چې له دغه هيواده ووځي او اوکراین ته نظامي مرسته روانه کړې ده. د کړکېچ په پراخيدو سره د دواړو هيوادونو ترمنځ د جګړې امکان هم ډېر شوی دی.
انځور: Maxar Technologies/AFP د پوځي پرسونل د شمېر مقايسه د روسیې او اوکراين د نظامي قدرت ترمنځ د پرتلنې له پاره ټولو سترو او کوچنيو بعدونو ته بايد کتنه وشي. د اوکراين پوځ ۲۰۹ زره پرسونل او ۹۰۰۰ د ذخيرې عسکر لري. د روسیې پوځ بيا يو ميليون او ۱۴ زره نفر پرسونل او ۲ ميليون کسان د ذخېرې عسکر لري.
انځور: Gleb Garanich/REUTERS د روسیې پوځ ۱۲ زره او ۴۲۰ ټانکونه لري په داسې حال کې چې د اوکراين پوځ بيا ۲ زره او ۵۹۶ ټانکونه په اختيار کې لري. (انځور په اوکراين کې د استقلال د ورځې دی)
انځور: Efrem Lukatsky/AP/dpa/picture alliance د روسیې پوځ ۶ زره او ۵۷۴ او د اوکراين پوځ بيا يو زر او ۶۸ توپونه لري.
انځور: picture alliance/dpa/Russian Defence Ministry د روسیې د پوځي موټرو شمیر ۳۰ زرو او ۱۲۲ ته رسېږي. د اوکراين پوځ بيا ۱۲ زره او ۳۰۳ نظامي موټر لري.
انځور: Russian Defense Ministry/AP/picture alliance د روسیې پوځ د ۳ زره او ۳۹۱ توغنديو خودکاره سيسټمونه لري، په داسې حال کې چې اوکراين بيا د ۴۹۰ خودکاره توغنديو سیسټمونه لري. (انځور د روسیې د توغنديو د «بوک ام ۳» سيستم دی)
انځور: Evgenia Novozhenina/REUTERS د روسیې پوځ د ۷۰۰ او ۷۲ جنګي الوتکو په درلودو سره پر اوکراين برلاسی دی. دغه هېواد يوازې ۶۹ جنګي الوتکې لري. (انځور د روسیې د پوځ د هوايي مانورو پر وخت اخیستل شوی).
انځور: picture-alliance د نظامي څرخي الوتکو مقايسه بله هغه ساحه چې روسیه پکې پر اوکراين برلاسې ده د جنګي څرخي الوتکو برخه ده. روسيه ۵۴۴ هیلي کاپترونه لري. دا په داسې حال کې ده چې اوکراين يوازې ۳۴ جنګي څرخي الوتکې په اختيار کې لري. (انځور د اوکراين د ترابري ميل ۸ څرخي الوتکې دی چې د روسیې جوړې څرخې الوتکې دي).
انځور: Preston Hammon/Us Army/Plane/ZUMA/picture alliance په سمندر کې هم د روسیې پوځ د اوکراين د پوځ په مقابل کې بشپړ برلاسی دی. د روسیې سمندري ځواکونه ۶۰۵ جنګي بيړۍ لري. د اوکراين پوځ بيا يوازې د ۳۸ جنګي کښتيو خښتن دی. (عکس د روسیې د يوه جنګي بيړۍ دی چې تر غږ چټک توغندي د توغولو پر مهال اخيستل شوی).
انځور: Russian Defence Ministry/picture alliance/dpa د اوبو په ژورو کې هم روسیه د ۶۴ اوبتلونو په درلودو سره پر اوکراين چې يوازې يو اوبتل لري، برلاسې ده. (عکس د روسیې د ديمتري دونسکوي په نوم اوبتل دی).
انځور: picture-alliance/TASS/P. Kovalev په داسې حال کې چې اوکراين عملاً هیڅ دافع هوا سیسټم نه لري، روسیه د « اس – ۳۰۰ » او «اس – ۴۰۰» ډېر عصري دافع هوا سيسټمونه لري. په دې وروستیو ورځو کې روسیې په سپینه روسیه کې د نظامي مانورو د یوې برخې په توګه د توغنديو اس – ۴۰۰ سيسټم نصب کړ.
انځور: Maksim Blinov/Sputnik/dpa/picture alliance په ۲۰۲۰م کال کې د روسيې نظامي بودجه ۶۶ مليارده او ۷۰۰ ميليون ډالر وه. د دې په مقابل کې بيا په همدې کال کې د اوکراين پوځي بودجه ۵ ميليارده او ۹۲۴ ميليون ډالر وه.
انځور: Aleksey Nikolskyi/Sputnik/dpa/picture alliance