1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د آلمان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو پر څه خبرې وکړې؟

۱۴۰۲ آذر ۱۸, شنبه

د آلمان د بهرنیو چارو وزیرې انالینا بئربوک له خپل ایراني سیال امیر حسین عبداللهیان سره د بندیانو او د سیمه ایزو مسایلو په هکله خبرې اترې وکړې. ویل کیږي بئربوک له ایران څخه غوښتي چې د تاوتریخوالي په کمولو کې مرسته وکړي.

د آلمان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو انځورونه
د آلمان او ایران د بهرنیو چارو وزیرانو انځورونه

د جمعې په ورځ، د آلمان د بهرنیو چارو وزارت پر ایکس پاڼه (پخواني ټویټر) لیکلي چې دواړو وزیرانو په خپلو ټليفوني خبرو کې "په ځانګړې توګه پر يوې قونسلي موضوع تمرکز کړی".

د ۲۰۲۰ میلادي کال د جولای په پای کې ایرانی الاصله آلمانی وګړی جمشید شارمهد د ایراني چارواکو له خوا تر نیول کیدو وروسته د روان میلادي کال په پیل کې "پر ځمکه د فساد" په تور اعدام سو.

د ایران سترې محکمې د اپریل په میاشت کې د هغه د اعدام حکم تایید کړ.

همداراز ۶۰ کلنه ایرانۍ - آلمانۍ وګړې ناهید تقوي د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې له خپل کور څخه تر نیول کېدو وروسته په ۱۰ کاله او اته میاشتو بند محکومه شوه.

تقوي د ملي امنیت د ګډوډولو په تور په بند محکوم شوې وه.

آلمان تېره اوونۍ له هغه وروسته تر فشار لاندې راغی چې د ښځو د حقونو یوې فعالي د دغه هېواد چارواکي تورن کړل چې د تهران رژیم سره د "مخالفانو په ځپلو" کې مرسته کوي.

ایراني الاصلي امریکايي میرمني او د ښځو حقونو فعالي مسیح علي نژاد وویل، ما له هغه وروسته د آلمان په بهرنیو چارو وزارت کې یوه غونډه پریښودله چې راته وویل شول په غونډه کې خبري اتري پټي دي.

هاخوا د جمشید شارمهد لور ګازیلا شارمهد، پر ایکس پاڼه د یوه پوست په خپرولو سره د مسيح علي نژاد ملاتړ کړی. هغې لیکلي چې د آلمان حکومت د دریو کلونو په ترڅ کې د بندیانو کورنیو ته ویلي وو چې «د بندو دروازو تر شا خبرې اترې ښې دي دا ځکه چې عام کول ېې د یرغمل شوو ژوند له خطر سره مخ کوي». هغې پوښتنه کړې چې »عمومي چوپتیا او د بندو دروازو تر شا خبرو اترو څه زموږ په نصیب کړل؟«

د آلمان بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند په ځواب کې وویل: د ایران رژیم پر وړاندېد آلمان دریځ خورا روښانه دی، موږ هر هغه عمل غندو چې له بشري حقونو څخه سرغړونه وي.

د آلمان د بهرنیو چارو وزارت همدا راز وویل: انالینا بئربوک او امیرعبداللهیان د جمعې په ورځ پر «سیمه ییزو موضوعاتو هم خبري وکړې.» ویل کیږي بئربوک له ایران څخه غوښتي چې د تاوتریخوالي په کمولو کې مرسته وکړي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب